د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کرونا ساري ویروس په اړه تورونه رد کړل


چین د آسترالیا او امریکا د هغو ادعاوو په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي بیجینګ د کرونا ویروس څخه سیاسي استفاده کوي.

آسترالیا یو له هغو لومړیو هیوادونو وو چې د کرونا ساري ویروس د منشا په اړه یې د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه، د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هم چین نړۍ ته ددې ساري ویروس د خپریدو په اړه ملامت وباله.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال صحت هغه پریکړه لیک وستایه چې د کرونا ویروس په وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان د کړنو په اړه د خپلواکو او پراخو ارزونو غوښتنه شوېده.

دا پریکړه لیک د اروپايي ټولنې او د ډبلیو اچ او د نورو غړو له خوا د نړۍ صحي اسمبلې ته وړاندې شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجن د سه شنبې په ورځ د (مې ۱۹) وویل چین به له دې تحقیقاتو هرکلی وکړي که آسترالیا د نړیوالې ټولنې د اجماع بورډ ته ستنه شي.

هغه وویل، بیجینګ تل د ویروس د جامع ارزونې له هڅو ملاتړ کړی دی خو په دې شرط چې دا هڅې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا په مسلکي او بې طرفه شکل وشي.

خو د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي چې ډبلیو اچ او سازمان بې طرف ندی. ټرمپ یاد سازمان د چین په پلوي تورنوي او وايي هغه هیواد د نړیوال روغتیايي کړکیچ مسول دی.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( مې ۱۹) ګواښ وکړ چې پر ډبلیو اچ او به بودیجه چې اوس ځنډول شوې د دایم لپاره بنده کړي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې کابو ۴.۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې په دې منځ کې درې سوه و دوه ویشت زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG