د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د روغتیا سازمان ته: فعالیتونه مو ښه کړئ، که نه مرستې بندوو


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی چې په خپلو فعالیتونو کې ښه والی راوړي چې د کروناویروس په وړاندې مبارزه کې خپلواک عمل کوي، که نه نو ددغه سازمان سره به مالي مرستې بندې کړي.

ښاغلي ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تیدروس ادانام گیبرییسوس، ته په یو لیک کې د خپلو نیوکو یو لست استولی دی او ویلي یې دي چې د کروناویروس په اړه ددې سازمان پرلپسې اشتباوې نړۍ ته ګرانې پریوتي دي او دې نړیوال سازمان ته یواځنۍ لار داده تر څو ثابته کړي چې د چین سره یو لاس ندی.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې دغه سازمان په ښه توګه پر چین فشار ندی راوړی چې پر وخت سره یې نړیوالو متخصصینو ته د تحقیقاتو اجازه ورکړی وای.

هغه همداشان ویلي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان د چین د داخلي سفرونو د بندولو ستاینه کړې او له چین څخه امریکا ته د افرادو د سفر کولو بندیدو په وجه یې پر امریکا انتقاد کړی دی.

د چین غبرګون

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن د سه شنبې په ورځ مې ۱۹ (غوایي ۳۰) وویل چې د امریکا جمهور رئیس هڅه کوي چین بدنام کړي.

ښاغلي ټرمپ په پیل کې د کروناویروس په وړاندې د مبارزې او پوهاوي په هکله د چین هڅې وستایلې، خو په امریکا کې د کروناویروس په هکله د هغه پر مدیریت باندې د انتقادونو له زیاتیدو وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس د پلټنو غوښتنه وکړه او چین یې د کروناویروس په لومړي پړاو کې د پوره اقداماتو په نه کولو تورن کړی دی.

د جمهور رئیس ټرمپ وروسته اروپایي ټولنې هم د کروناویروس د خپریدو د څرنګوالي په هکله د خپلواکه او هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ویلي دي چې دغه سازمان شفافیت او حساب کتاب ته ژمن دی او په پرله پسې ډول یې خپل فعالیتونه ښه کړي دي او د اروپایي اتحادیې د تصمیم هرکلی کوي.

هغه وویل چې ژر به یوه خپلواکه څیړنه پیل کړي چې په ملي او بین المللي کچه د کروناویروس د وبا په وړاندې د مبارزې تجربې او وړاندیزونه وارزول شي.

د چین جمهور رئیس شی جینپنگ، پرون د روغتیا د نړیوال سازمان ددغه تصمیم ملاتړ وکړ.

کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په بیړه په یوه وژونکې وبا بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې مې ۱۹ (غوایي ۳۰) تر سهاره پورې په نړۍ کې څلور میلیون او ۸۱۷ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه څه دپاسه ۳۱۸ زره تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG