د لاس رسي وړ اتصالات

شي‌ جینپینګ د دریم ځل لپاره د چین د ولسمشر په توګه وټاکل شو 


 د چين ولسمشر شي جينپينګ
د چين ولسمشر شي جينپينګ

شي جينپينګ د جمعې په ورځ مارچ ۱۰مه (کب ۱۹) د درېيمې پنځه کلنې دورې لپاره د چين د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په دې ټاکل کیدو سره شي جينپينګ د چين د ولسي جمهوريت له بنسټ ایښودونکي ماو زيدونګ وروسته ددې هېواد تر ټولو ځواکمن مشر شو.

د چین د کانګرس شاوخوا ۳۰۰۰ غړو په یوه خوله په داسې انتخاباتو کې ۶۹ کلن شي جین پینګ ته رایه ورکړه چې پر وړاندې یې بل کاندید نه و.

چینایي وکیلانو همداشان هغه د پوځي مرکزي کمیسیون د مشر په توګه هم وټاکه.

دا پداسې حال کې دي چې د چین ولسمشر د اکتوبر په میاشت کې د نورو پنځو کلونو لپاره د دغه هیواد د کمونست ګوند د مشر په توګه هم ټاکل شوی و.

که بل سیال د شي جینپینګ په وړاندې راپورته نشي، ښایي هغه به د ډیرو کلونو لپاره د چین د چارو واګې همداسې په لاس کې ولري.

د شي جين پينګ درېيمه دوره په داسې حال کې پيلېږي چې له متحده ایالاتو سره د چين د اړيکو کچه تر بل هر وخت ټيټه ده.

شي جینپینګ په روانه اونۍ کې په یو غیر معمولي اقدام کې په مستقیم ډول متحده ایالات د چین په محدودولو تورن کړل.

هغه د چین پارلمان ته وویل چې متحده ایالات د چین د کنټرول او ځپلو د هڅو رهبري کوي؛ هغه تور چې واشنګټن رد کړی دی.

د متحده ایالاتو د کانګرس وکیلانو د فبرورۍ په وروستیو کې د چین د بشري حقونو د فعالانو او د ملي امنیت د پخوانیو سلاکارانو د استماعیه غونډو په ترتیبولو سره له چین سره د متحده ایالاتو د ستراتیژیکې سیالۍ په اړه دوه کلن تحقیقات پیل کړل.

څو اونۍ وروسته له هغه چې متحده ایالاتو د جنوبي کارولینا په سواحلو کې چینایي جاسوسي بالون وغورځاوه، د متحده ایالاتو کانګرس د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیک رقابت په اړه یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG