د لاس رسي وړ اتصالات

د اویغور قضیه؛ چین په بریتانوي چارواکو او سازمانونو بندیز ولګوه 


څو ورځې مخکې بریتانیا په چین باندې هم بندیزونه اعلان کړل
څو ورځې مخکې بریتانیا په چین باندې هم بندیزونه اعلان کړل

د چین حکومت د بریتانیا په یو شمېر چارواکو او سازمانونو باندې بندیزونه ولګول.

چین وايي دوی په ژین یانګ کې د اویغور مسلمانانو د وضعیت په اړه «درواغ او غلط معلومات» خپاره کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د برتانیا په څلورو سازمانونو او نهو افرادو باندې بندیزونه ولګول.‌ وايي دوې”درواغ ویلي‌ او غلط معلومات یې خپاره کړي دي.“

چین دا بندیزونه د امریکا د متحدو ایالتونو،‌ اروپايي ټولنې، برتانیا او ‌کاناډاباندې د چین په لویدیځ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله د اعلان شویو بندیزونو په ځواب کې اعلانوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي: «چین د خپل ملي حاکمیت، امنیت او پراختیايي ګټو د ساتلو لپاره کلک ژمن دی او برتانیا ته خبرداری ورکوي‌چې په دې غلطې لارې نوره مخکې ولاړه نشي.‌ که نه، چین به نور اقدامات هم وکړي.»

په بندیزونو کې د برتانیا د محافظه کاره ګوند پخوانی مشر لاین ډنکان سمیت او د دغه ګوند د بشري حقونو کمېسیون هم شامل دي.

د چین حکومت وايي‌د دغو افرادو خپلو خپلوانو ته به هم چین ته د سفر کولو او داخلېدو اجازه نه وي‌ او چینايي‌اتباع هم له دوی سره له هر ډول معاملې څخه منع کړل شوي‌دي.

د رویټرز خبري اژانس په بیجینګ کې د بریتانیا سفارت څخه د دغو بندیزونو په اړه پوښتنه کړې،‌ خو وايي‌ هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د محافظه کار ګوند پخواني مشر سمیت د جمعې په ورځ مارچ ۲۶ (کب۶) په خپل ټویټر کې ولیکل: «دا زموږ دنده ده چې په هانګ کانګ کې له بشري حقونو څخه د چین د حکومت د سرغړونو او د اویغور د نسل وژنې په اړه غږ پورته کړو.‌ که دا کار پر ما د چین قهر راپاروي، زه به یې په ویاړ سره ومنم. »

د بشر د حقونو فعالانو او ملګري ملتونه وايي لږ تر لږه یو میلیون اویغور مسلمانان په ژین یانګ کې په کمپونو کې ساتل کیږي. دغه فعالان او د لویدیځ ځینې سیاستوال چین تورنوي چې اویغور اقلیت ځوروي، ربړوي، په زوره پرې کارونه کوي او نارینه یي عقیم کوي.

خو چین دا تورونه رد کړي‌ دي‌ او وايي ‌چې دا د مسلکي ‌زده کړو مهم کمپونه دي چې د افراطیت سره مبارزې لپاره جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG