د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د چین او میانمار په چارواکو بندیزونه ولګول 


د اروپایي هېوادونو ځينې مشران
د اروپایي هېوادونو ځينې مشران

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د چین په یو شمېر چارواکو بندیز ولګوي.

دوی همدغه راز په میانمار کې د پوځي‌ کودتا له کبله د هغه هېواد په ۱۱ چارواکو هم بندیزونه ولګول.

دا په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه د چین په ضد داسې یو ګام اخلي.

د اروپايي ټولنې مشران وايي‌ په تور لست کې د چینايي چارواکو د نومونو داخلول د اویغور مسلمان اقلیت په ضد د چین د بد چلند له کبله دي.

په تور لست کې د څلورو چینايي چارواکو او د چین یوه دولتي‌ اداره شامل شوي چې بهر به سفرونه نشي کړای او پانګې به یې هم کنګلې شي.

چارواکي وايي چې د دغو کسانو او بنسټ نومونه به وروسته اعلان کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې په شین یانګ کې به د هغه هېواد د اقدام په اړه هرې سزا ته به قوي عکس العمل وښي.

امریکا او اروپايي ټولنې په چین کې د اویغور مسلمانانو سره بد چلند غندلی او تل یې پرې نیوکې کړي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کاناډا او د هالنډ پارلمان په یو غیر التزامې پرېکړه لیک کي ویلي دي‌ چې په چین کې د اویغور اقلیت مسلمان نسل وژنه کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم تائید کړی دی چې د چین په شین یانګ کې د اویغور نسل وژنه کیږي.

په شین یانګ کې څه باندې ۱۳ میلیون اویغور، قزاق او نور اقلیتونه ژوند کوي چې په دې وروستیو کې په کې د چینايي توکمو نفوس هم زیات شوی.

په ۱۹۴۹ کې چې کله د چین د کمونست ګوند پوځ د سیمې واک په لاس کې واخیست، هغه مهال ۲۰۰زره چینايان په دغه ایالت کې اوسېدل، خو اوس یې شمېر نژدې نهه میلیون ته رسېدلی دی.

اروپایي ټولنه،‌ روسیه او میانمار

اروپايي ټولنې څه موده مخکې د روسیې په یو شمېر چارواکو د مخالف سیاسي مشر الیکسي کوالني د نیولو له کبله بندیز ولګوه. وایي په نوي بندیزونو کې به نور روسي چارواکي شامل شي.

روسیې دا مخالف سیاسي مشر بندی کړی او د هغه د پلویانو مظاهرې یې وځپلې او سلګونه کسان یې ونیول.

اروپايي ټولنې همدغه راز د میانما په ۱۱ پوځي مشرانو هم بندیزونه ولګول چې سفر به هم نشي کولی او پانګې به یې کنګلې شي.

پوځ څه موده مخکې په میانمار کې کودتا وکړه، ملکي حکومت یې ړنګ او نظامي حکومت یې اعلان کړ.

پر دې سربېره یې یو شمېر مظاهره کوونکي هم ونیول، ژوبل کړل او ووژل.

XS
SM
MD
LG