د لاس رسي وړ اتصالات

چین هڅه کوي چې د اویغور نجونې چینايانو ته واده کړې- فعالان


د اویغور د حقونو فعالان ادعا کوي چې چین هڅه کوي دا قومی چینايي کړي
د اویغور د حقونو فعالان ادعا کوي چې چین هڅه کوي دا قومی چینايي کړي

د اویغوریانو د حقونو فعالان وايي چې د چین کمونست ګوند هلې ځلې کوي اویغور نجونې او ښځې د چین د هان له سړیو سره واده وکړي او په دې ډول دا ترکي قومونه چینايان شي.

دا کیسه له هغه وروسته را دبره شوه چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې له لسګونو اویغورښځو څخه غوښتل کیږي چې له چینايي سړیو سره د واده لپاره نومونه ولیکي.

دا ویدیو ۳۰ ثانیې ده او په لومړي ځل د «داوین» په نامه یوې ټولنیزې رسنۍ کې خپره شوه او بیا د اویغوریانو د حقونو فعالانو دا ویدیو په فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې هم خپره کړه.

دوی وايي دا ویدو د اویغوریانو د فرهنګ ختمولو لپاره د چین د حکومت تګلاره په ډاګه کوي.

په دغې ویدیو کې په اویغورۍ ژبه ویل کیږي: "موږ له حکومت او حزب څخه مننه کوو چې موږ ته یې دومره ښکلی ژوند غوره کړ."په دغې ویدیو کې همدغه راز له ۱۰۰ اویغورۍ ښځو غوښتل شوي چې "ژر تر ژره دې"له چینايانو سره واده کولو ته خپل نومونه ولیکي‌ او "د اویغوریانو او چینایانو ترمنځ د واده په اړه دې د حکومت د هلو ځلو ننګه وکړي."

له چینایانوسره د اویغوریانو د واده مسئله د ۲۰۱۴ د اګست په میاشت کې پیل شوه. د چین د شین ژیانګ ایالت چارواکو اویغوریانو ته یو لړ امتیازات اعلان کړل چې له چینایانو سره واده وکړي.

په دغو امتیازاتو کې د نویو واده شویو جوړو اولادونو، مېندو او پلرونو ته وړیا کورونه او تحصیلي بورسونه شامل وو او همدغه راز ویل شوي وو چې هرې ناوې او زوم ته به تر پنځو کلونو پورې د کال ۱۰زره چینايي ین هم ورکول کیږي.

د چین حکومت وايي د دغو دوو قومونو ترمنځ واده کول په سیمه کې زغم او سوله ټېنګوي، خو اویغور مشران وايي چې د چین کمونست ګوند پلان لري له دې لارې د اویغوریانو فرهنګ ختم او دا قوم چینايي کړي.

د شین ژیان په ایالت کې چې ۱۳ میلیون اویغور مسلمانان، قزاق او نورو قومونه مېشت دي، په دې وروستیو کلونو کې د چینایانو نفوذ په کې مخ پر زیاتېدو دی.

د چین د کمونست ګوند پوځ په ۱۹۴۹ کې دا سیمه تر خپل کنترول لاندې راوسته، هغه مهال دلته یوازې ۲۰۰زره چینايان وو خو په دې وروستیو کې دا شمېره نهه میلیون ته رسېدلې ده.

د اویغوریانو د حقونو فعالان وايي چې د چین حکومت په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې لږ تر لږه یو میلیون اویغور مسلمانان په اجباري کمپونو کې مېشت کړي دي او له هغو سره د بد چلند تر څنګ دا هلې ځلې کوي چې د هغوی فکر، ژبه او مذهب بدل کړي. خو بیجینګ وايي هلته داسې اجباري کمپونه نشته.

XS
SM
MD
LG