د لاس رسي وړ اتصالات

چین او پاکستان له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وغږیدل


چین او پاکستان د ټرمپ د افغانستان د تګلارې په اړه خبرې وکړې
چین او پاکستان د ټرمپ د افغانستان د تګلارې په اړه خبرې وکړې

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لوړپوړو چینایي او پاکستاني دیپلوماتانو په افغانستان کې د "نویو بدلونونو" په هکله خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د نویو بدلونونو په هکله "پراخو موافقو" ته ورسیدل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیانگ د سه شنبې په ورځ وویل چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران پدې باور دي چې "د افغانستان لانجه د پوځي لارې نه حل کیږي، سیاسي حل لاره او پخلاینې یواځنی واقعي او ممکنه لار ده".

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره له بل هر وخت څخه خپلې هڅې گړندۍ کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همداشان ویلي چې بیجینگ او اسلام آباد د افغانستان د لانجې د حل لپاره د ټولو اړخونو د هڅو هرکلی کوي او "ستراتیژیکې همغږۍ او پوهاوي ته لیواله" دي.

د رویترز او فرانس پرس اژانسونو په وینا د چینایي او پاکستاني دیپلوماتانو د خبرو عمده اجندا د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو موضوع وه، خو چارواکي پدې اړه رسنیو ته څه نه وايي.

تیره اونۍ د امریکایي مقاماتو له خولې داسې رپوټونه ورکړل شول چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ غواړي د خپلو ١۴٠٠٠ سرتیرو نیمایي برخه له افغانستان نه وباسي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان سکاټ مېلر د یکشنبې په ورځ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.

چین چې د پاکستان متحد او ورسره گډې ستراتیژیکې اړیکې لري پدې وروستیو کې یې هڅه کړې چې د کابل او اسلام آباد اړیکې ښه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چې د روانې میاشتې په پیل کې کابل ته تللی و ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ بې اعتمادۍ د له منځه وړلو لپاره به هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG