د لاس رسي وړ اتصالات

چین له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي


په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه

د چین د بهرنیو چارو وزیر له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

وانګ اې د شنبې په ورځ (لېندۍ ٢۴) په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین تر درې اړخیزې ناستې وروسته مطبوعاتو ته وویل چې جګړه نتیجه نه ورکوي بلکې سوله «موږ» خپل هدف ته رسولای شي.

نوموړي زیاته کړه چې چین د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان د «عمل پلان» او ترڅنګ یې د هرې هغې هڅې چې سولې ته زمینه برابره کړي ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه چې سوله د افغانانو کار دی او د افغانانو په مشرۍ او حاکمیت ته په احترام باید عملاً د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.

وانګ اې: چین غواړي د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
وانګ اې: چین غواړي د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.

​وانګي‌ وویل:"موږ له طالبانو غواړو چې د سولې له دغه وړاندیز سره یو ځای شي، هر څه ژر باید د سولې بهیر ته مخ راواړوي، تر څو ټوله پر دې متحده وه اوسو چې متقابل باور رامنځته کړو."

نوموړي چین د افغانستان یو نژدې دوست وباله او زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره اوږد مهاله پلان لري او حاضر دی چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو زویر شاه محمود قریشي هم د دغه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې په افغان جګړې کې ټولې ښکېلې ډلې دې ته هڅوي چې خپل منځ کې سوله وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په‌دې برخه کې خپل رغنده رول لوبوي او د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره خپلې هڅې کوي.

شاه محمود قریشی
شاه محمود قریشی

هغه وايي:"دا یو افغاني تصمیم دی، تاسو «افغانان» باید دغه تصمیم ونیسی چې تاسو د خپل راتلونکې لپاره څه غواړی، تاسو دا تصمیم نیسی چې کله او څنګه خبرې او سوله کوئ، موږ «پاکستان» تاسو ته په دې برخه کې اوږه درکوي".

پر پاکستان له ډېره وخته دا تورونه دي چې پخپله خاوره کې طالب مشرانو ته پټنځایونه ورکړي‌ او لکه څنګه چې لازمه ده له افغانستان سره یې د سولې په برخه کې همکاري نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې پر یو بل تورونه نتیجه نه ورکوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري

قریشي همدارنګه زیاته کړه چې پاکستان غواړي له افغانستان سره خپل دوه اړخیزه سوداګري بېرته پراخه کړي.

نوموړي وویل چې د افغانستان او پاکستان دوه اخیزه سوداګري چې ۲،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه اوس راکښته شوې ده چې د یوه درست چاپېریال په رامنځته کېدو سره باید بېرته پراخه شي.

نوموړي د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په هدف له افغانستان څخه وغوښتل چې د پاکستان او چین ترمنځ له رامنځته شوي‌دهلېز څخه ګټه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې پاکستان، چین او افغانستان درې واړه د ترورېزم له ګواښ سره مخامخ دي چې باید په ګډه یې مبارزه وشي.

قریشي وویل چې داعش، سازمان شرقي ترکستان او د ازبکستان اسلامي سازمان نه غواړي چې په سیمه کې سوله چې باید په ګډه یې مبارزه وشي.

دغه مطبوعاتي کنفرانس ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې له امنیت او ترورېزم سره پر مبارزې، اقتصادي پراختیا او سیاسي باور او سولې خبرې وشوې.

صلاح الدین رباني وویل چې په دغه ناسته کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

هغه زیاته کړه:"موږ په وار وار ویلي چې په افغانستان کې سوله او امنیت په سیمه کې د سولې او امنیت په معنا ده، په افغانستان کې سوله او امنیت په پاکستان کې د سولې به معنا ده، اوس یې وخت رسېدلی چې پاکستان د عملي ګامونو په پورته کولو سره وښه يي چې په رشتیا هغه څه چې وايي همداسې ده که نه."

به کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له افغان سولې سره د همکارۍ او ترورېزم سره د مبارزې تړون هم لاسلیک شو.

نوموړي هیله وښودل چې د دغه درې اړخیزې ناستې پایلې تر راتلونکو اونیو معلومې شي.

دا د افغانستان، چین او پاکستان دوهم درې اړخیزه غونډه وه، ورته یوه بله غونډه تېر کال په چین کې تر سره شوې وه.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان دغه دوهمه غونډه د وخت، ځای او اجنډا له اړخه د افغانستان لپاره مهمه بولي.

XS
SM
MD
LG