د لاس رسي وړ اتصالات

چین د مذهبي سخت دریځي له پراخیدو نه اندیښنه لري


د چین حکومت د اویغور مسلمانان په هیواد کې د دیني سخت دریځۍ په پراخولو تورنوي
د چین حکومت د اویغور مسلمانان په هیواد کې د دیني سخت دریځۍ په پراخولو تورنوي

د چین یو لوړپوړی دیني مقام وایي دیني سخت دریځي ددې هیواد د لویدیځ شین جینانگ ایالت څخه د چین مرکزي سیمو ته په پراخیدو ده.

چینایي مقامات شین‌ جیانگ چې د پاکستان، مرکزي اسیا او افغانستان سره پوله لري او د اویغور مسلمان اقلیت په کې اوسیږي، له اوږدې مودې راهیسې د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې لومړی لیکه گڼي.

په څو تیرو کلونو کې په شین ‌جیانگ کې په سلگونو کسان د دیني سخت دریځۍ په نتیجه کې مړه شوي دي. حکومت د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې په نوم په دې سیمه کې خپل کنترول ټینگ کړی او وایي چې غواړي سیمه باثباته کړي.

د چین یوې رسمي ورځپاڼې " چینا دیلی " نن دوشنبه په یو خپور شوي مضمون کې د چین د دیني چارو د دولتي ادارې د مشر وانگ ژون هغه څرگندونې خپرې کړي چې د چین د اسلامي اتحاد کانگرس ته یې په یوه وینا کې کړي او ویلي یې دي چې سخت دریځه افکار اوس د "چین مرکزي سیمو ته" په پراخیدو دي.

ورځپاڼه د هغو سیمو په هکله چې د دیني سخت دریځۍ په وجه متاثره شوي جزییات نه دي ورکړي خو د ښاغلي وانگ له قوله یې لیکلي هغه مسلمان روحانیون چې د حکومت سره رسمیت لري باید د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ودریږي او دهغو کسانو مخه ډب کړي چې ددغې پدیدې تر تاثیر لاندې راځي.

په مقاله کې ددغه چینایي مقام له خولې لیکل شوي چې "مسلمانان باید د دیني قانوني او غیر قانوني فعالیتونو ترمنځ حد او پوله وپیژني او په دې توگه غیرقانوني کړنو ته نه ووایي".

د چین د نفوس ٢١ میلیون کسان مسلمانان دي او اویغوریان د چین ددغه ٢١ میلیونو نفوس یوه برخه ده. د مسلمانانو نورې ډلې لکه هوی د هیواد په ټولو سیمو کې په خاصه توگه د یونن ولایت په گوډن په لویدیځ او جنوب لویدیځ کې میشت دي.

د چین جمهور رئیس شی جنپینگ د هغه هیواد مسلمانان دې ته هڅولي دي چې د غیر قانوني دیني اعمالو په وړاندې ودریږي.

هغه حملې چې د چین حکومت یې په دیني سخت دریځو په ځانگړې توگه په اویغویانو پورې اړوند گڼي په دې وروستیو کلونو کې د شین‌ جیانگ له سیمې اخوا پراخې شوي چې یوه یې هم د ٢٠١۴ کال د مارچ د میاشتې حمله وه چې د یونن ولایت د اورگاډي په یو تم ځای کې وشوه او ٣٠ کسه په کې ووژل شول.

د بشري حقونو مدافع ډلې وایي چې په شین‌ جیانگ کې ناارامي تر ډیره حده د قومي تضادونو او د اقتصادي او دیني سختیو له کبله چې د سیمې پر فرقوي اقلیتونو باندې روان دي رامنځ ته شوي ده.

خو بیجینگ تل په شین جیانگ او یا نورو سیمو کې د لږکیو پر وړاندې دیني تبعیضي چلند رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG