د لاس رسي وړ اتصالات

چین، پاکستان ته د کرونا ضد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي 


د پاکستان د بهرنبو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې چین پاکستان ته د کروناویروس ضد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ډالۍ کوي.

دا پداسې حال کې دي چې په پاکستان کې د کروناویروس پیښې څه دپاسه ۵۲۷زرو ته رسیدلی او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر له ۱۱ زرو څخه اوښتی دی.

ښاغلي قریشي د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې ۲) د ټویټر په یو پیغام کې لیکلي: "پاکستان ۵۰۰ زره ډوزه واکسین څخه چې د چین له خوا ډالۍ کیږي، ډیر مندوی دی."

د فلیپین، کمبودیا او میانمار حکومتونو هم د پاکستان سره په یو وخت اعلان کړی چې اټکل شوې د چین له لورې ډالۍ شوي واکسینونه ترلاسه کړي.

ښاغلي قریشي دمخه خبریالانو ته ویلي وو چې: "چین ډاډ ورکړی چې د نیم میلیون ډوزه واکسین لومړۍ وړیا جوپه به د جنورۍ تر پایه ورته تسلیم کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې چین ژمنه کړې یو میلیون ډوزه نور واکسین به د فبرورۍ تر پایه پاکستان ته وسپاري. هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په سینوفار شرکت کې د کروناویروس تولید شوي واکسین ته په پاکستان کې د تطبیق اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG