د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د نړۍ د واکسین د تولید په ستر مرکز کې اور لګیدلی


د هند د سیروم په انستیتوت کې چې د نړۍ د واکسین د تولید تر ټولو ستر مرکز دی په رامنځته شوې اورلګیدنه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي، خو هندي مسؤلین وایي چې پدې مرکز کې به د درملو او د کروناویروس ضد واکسین تولید باندې اغیز ونکړي او د تولید دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.

د هند د پونه ښار ښاروال مورلیدهر موهول، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې ۲) خبریالانو ته وویل چې اور د تر جوړیدو لاندې یوې ودانۍ کې لګیدلی او اوس کنترول شوی دی. د هغه په وینا ددې پیښې په ځای کې پنځه مړي موندل شوي دي.

د اورلګیدنې په تصویرونو کې چې په محلي تلویزیونونو کې خپاره شوي لیدل کیږي چې د پیښې له ځایه غلیظ دود هوا ته اوچتیږي.

د هند د سیروم انستیتیوت د استرازنیکا او اکسفورډ پوهنتون د کوویشیلد واکسین د زرګونو ډوزو د تولید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د فرانسې خبري اژانس د هند د سیروم شرکت د یو مسول له خولې ویلي چې دغې پیښې د کروناویروس ضد واکسین د تولید چارې ندي ګډې وډې کړي. د سیروم انستیتوت رئیس اندر پوناوالا، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پدې پیښه سخت غمجن دی.

د سیروم انستیتیوت مسولینو او د پونه ښار د پولیسو مقاماتو ویلي چې تر اوسه د پیښې علت ندی څرګند شوی.

د هند د سیرم انستیتیوت چې په ۱۹۶۶کال کې یې بنسټ ددې شرکت د اوسني رئیس د پلار سیروس پوناوالا، له خوا کیښودل شو، د حجم له پلوه په نړۍ کې د واکسین ستر تولیدونکی دی او د کروناویروس د وبا دمخه یې په کال کې ۱.۵ میلیارډ ډوزه مختلف واکسینونه تولیدول.

د پولیو، ډیفتري، ټیټانوس، هپاتیت بي، شري، کله چرک او روبیلا واکسینونه چې څه دپاسه ۱۷۰ هیوادونو ته صادریږي، ددې شرکت له عمده محصولاتو څخه دي.

دغه شرکت په تیرو څو کلونو کې شاوخوا یو میلیارډ ډالر په پونه کې د خپلو تولیدي تاسیساتو په پراخولو لګولي دي چې په سل جریبه ځمکه کې موقعیت لري.

د هند حکومت د جنورۍ په میاشت کې د کوویشیلد واکسین د تطبیق د سپارښتنې سربیره د "کوواکسین" په نامه د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق اجازه ورکړې ده چې د هند د بهارت بیوتک شرکت له خوا برابر شوی.

د نړۍ زیات شمیر هیوادونه همدا اوس د هند په سیروم شرکت کې د کروناویروس ضد تولید شوي واکسین باندې تکیه لري.

هند د چهارشنبې په ورځ د کوویډ۱۹ضد واکسین لومړۍ جوپه بوتان او مالدیو ته واستوله او نن یې دوه میلیون ډوزه واکسین بنګله دیش او یو میلیون ډوزه نیپال ته ورکړل.

د هند د سیروم انستیتوت په پام کې لري چې د کووید۱۹ واکسین ۲۰۰میلیون ډوزه د روغتیا نړیوال سازمان ته برابر کړي چې په فقیرو هیوادونو کې وویشل شي.

XS
SM
MD
LG