د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان او پاکستان پر پولو عصري تاسیسات جوړوي


د تورخم سرحد
د تورخم سرحد

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي دروازو کې عصري تاسیسات، د څښاک د اوبو دستگاوې او سړې خونې جوړوي.

چینایي مقاماتو ویلي دي چې ددغې پروژې هدف سوداگریزو کاروانونو او په سلگونو زرو مسافرو ښه خدمت کول دي چې هره ورځ له دغو دروازو تیریږي.

چین چې د افغانستان او پاکستان سره ښه اړیکې لري پدې وروستیو کې یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچنو اړیکو د ښه کولو او په ځانگړې توگه د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې دپلوماتیک او اقتصادي نوښتونه کړي دي.

په اسلام آباد کې د چین د سفارت مرستیال ژاو لیجیان، د امریکا غږ ته ویلي دي چې د سرحدي پرمختیا پروگرام د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ غونډې نتیجه ده چې په کابل کې شوی وه. هغه وویل چې ددې کار هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل دي.

په پاکستان کې د چین د سفارت مرستیال وویل چې په تورخم او چمن کې عصري سړې خونې جوړیږي او په شمالي وزیرستان کې د غلام خان په بندر کې د څښاک د اوبو دستگاوې نصبیږي.که څه هم چې د څو تیرو کلونو د سیاسي کړکیچ په وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري ډیره کمه شوی بیا هم پاکستان د افغانستان د میوو او سبزیجاتو عمده واردوونکی دی او د اټکل له مخې د افغانستان د میوو او سبزیجاتو ٩٠ فیصده صادرات پاکستان ته دي.

له دې سربیره هره ورځ شاوخوا ٦٠ زره کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي پولو نه اخوا دیخوا تیریږي.

چینایي دپلومات ژاو لیجان ویلي دي هیواد یې په پام کې لري د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز چې د یو کمربند یوې لارې د نوښت یوه برخه ده د افغانستان لور ته هم پراخ کړي او له دې لارې د مرکزي اسیا له بازارونو سره مواصلاتي لارې وتړي.

ښاغلي لیجان ویلي "افغانستان په تیرو ۴٠ کلونو کې تاوتریخوالي، کورنۍ جگړې او بهرني یرغل ځپلی دی. مونږ د افغانستان د خلکو سره زیاته همدردي لرو او هغوی ته د مرستې لاس غزوو."

XS
SM
MD
LG