د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې تیزو بحري طوفانونو ۳۰ تنه مړه کړل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په چین کې چارواکي وایي‌ چې شدیدو بحري طوفانونو د دغه هېواد په ختیځ کې د ژینجیانګ په ښار کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه کړي دي.

په دغو پېښو کې ۱۸ تنه نور ورک دي. طوفان دومره تیز دی چې په یو ساعت کې ۱۸۷ کیلیو میتره سرعت لري.

د چین دولتي تلویزون وایي‌ طوفان د شنبې په ورځ (اګست۱۰) د ژینجیانګ ښار ته ورسېده او اوس د چین شمال لوري ته روان دی. د ژغورنې عملیې له طوفان ځپلو سیمو څخه د خلکو په ایستلو لګیا دي.

د رویټرز خبري اژانس د چینايي چارواکو له خولې لیکلي دي چې د لکیما طوفان د ژینجیانګ په ایالت کې ۱۷۳۰۰۰ زراعتي ځمکې او ۳۰۰۰ کورونه زیانمن کړی دي.

د چینايي چارواکو د اټکل له مخې په دغه طوفان کې ۱۴.۵۷ میلیارد چینایي یان زیان اوښتی چې شاوخوا دوه میلیارد ډالر کیږي.

د طوفان له کبله شاوخوا ۳۲۰۰ پروازونه لغوه شوي دي، د اورګاډو او د موټرو تګ راتګ او انسانانو ژوند ټکني شوي دي.

XS
SM
MD
LG