د لاس رسي وړ اتصالات

د هاروي توفان د زیانونو د رغونې لپاره د میلیاردونو ډالرو غوښتنه


د تکساس په ایالت کې د هاروي توفان په وجه د اوښتو زیانونو یوه څنډه
د تکساس په ایالت کې د هاروي توفان په وجه د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د متحده ایالاتو کانگرس ته په یو استولي لیک کې د وروستي توفان د زیانونو د راغاوي لپاره د اته میلیاردو ډالرو د منظورۍ غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د شنبې په ورځ د ټکساس ایالت د هیوسټن او د لویزیانا ایالت لیک چارلز ښارونو ته سفر کوي چې د هاروي په نامه د سمندري طوفان په نتیجه کې رامنځته شوي زیانونه ګوري.

د سپینې ماڼې ویاندې سارا سنډرز د جمعي په ورځ وویل چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د هغه ټوله اداره د هغو خلکو ژوند او خوندیدتوب ته پام کوي چې په ټکساس او لویزیانا کې د هاروي طوفان زیانمن کړي دي.

هغې وویل "جمهور رئیس به له طوفان ځپلو خلکو ته ووايي چې مرکزي حکومت په هر ډول له هغوی سره مرسته کول غواړي."

جمهور ټرمپ پرون په یو لیک کې د ټکساس او لوزیانا په ایالتونو کې د مرستو لپاره د شاوخوا اته بیلیونه بودیجې غوښتنه وکړه.

هغه همداراز یو بل فرمان لاسلیک کړ چې د یکشنبې ورځ د دعا د ورځې په توګه ونوموي.

ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې یو ځل بیا د ټکساس ایالت ته ځي چې هلته د ژوندي پاتې کسانو لپاره لټون لاهم دوام لري.

د هاروي طوفان له یو میلیون نه زیات کسان بې ځایه کړي او ۳۹ کسان یې وژلي دي.

د جمعې په ورځ په سیلابي اوبو کې کموالی راغی چې په نتیجه کې یې د ټکساس اوسیدونکو وکولای شول چې ځپلو کورنو ته ستانه شي.

خو د بارانونو له امله د هیوسټن د ښار زیاتې سیمې لاه هم تر اوبو لاندې دي. د مځکې لاندې بریښنايي لاینونو د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د جوډل پاسک په نامې یوې مور وویل چې د بریښنا لرونکو اوبو له امله یې خپل زوی له لاسه ورکړ.

دغو اوبو د ماشو او میکروبو د زیږیدو او خپریدو لپاره هم یوه ښه زمینه برابره کړې ده.

د الیناو پوهنتون ډاکټر سمویل ډارویچ وايي "اوس دغو ولاړو اوبو نورې اندیښنې رامنځته کړې دي. د دغو اوبو په نتیجه کې د ماشو او میکروبونو نازوغۍ رامنځته کیږي. د عصبي ناروغو په اړه هم انديښنه موجوده ده."

بیا د هیوسټن په نورو سیمو کې اوبه کمې شوې دي او خلک په دې توانیدلي دي چې بهر ووځي او د ورځني اړتیاو شیان واخلي.

د باران او سیلابونو په نتیجه کې د ټکساس په ایالت یو شمیر د تیلو تصفیه خانې وتړل شوې چې له امله یې د تیلو بیعې خورا لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG