د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا کونسلګري تړي


امریکا د هویسټن په ښار کې د چین د کونسلګرۍ د تړلو امر کړی
امریکا د هویسټن په ښار کې د چین د کونسلګرۍ د تړلو امر کړی

د چین حکومت د متحدو ایالتونو له حکومت څخه غوښتي دي چې د سېچوان ایالت د چنګدو په ښار کې خپله کونسلګري وتړي.

د چین حکومت دا اقدام له هغه وروسته وکړ چې امریکا همدا اونۍ له چین څخه وغوښتل چې د امریکا په هیوسټن کې خپله کونسلګري وتړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی په چین کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په دې اړه خبر کړی دی.

د چین حکومت تور لګولی دی چې د امریکا کونسلګري به د چین په داخلي چارو کې لاسوهنې کولې.

په بییجنګ کې د امریکا سفارت او همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا د چین د حکومت د دغه اقدام او ادعاو په اړه څه نه دي ویلي. راپورونه وايي چې دغې کونسلګرۍ ته ۷۲ ساعتونه وخت ورکړل شوي چې وتړل شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په چین کې د امریکا دغه کونسلګري په ۱۹۸۵ کې پرانیستل شوې وه او شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي یې لرل چې ۱۵۰ یې ځایي ماموران وو.

په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او تکنالوژۍ په برخو او د کروناویروس د خپرېدو په مسئلې باندې د واشنګتن او بیجینګ روابط خراب شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ جولاۍ۲۱ (چنګاښ۳۱) په لندن کې د نړۍ هېوادونه د چین د کمونست ګوند پر ضد اقداماتو ته وهڅول.

ښاغلي پمپیو د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او نورو چارواکو سره له ملاقات وروسته چین یو "ګواښ" وګاڼه.

نوموړي ‌وویل چې امریکا غواړي هغه هېوادونه بریالي وي چې د دموکراسۍ او ازادي په ارزښت پوهېږي او دا خپلو خلکو او حاکمیت ته مهمې ګڼي.

هغه وویل: "دا هېوادونه باید د چین د کمونست ګوند ګواښ درک کړي. دوی باید ګډ او له نورو سره کار وکړي او هغه څه چې زموږ دي،‌ بېرته را وګرځول شي."

له هغه وروسته چې چین په هانګ کانګ کې نوي امنیتي قانون پلی کړ، له لویدیځو هېوادونو سره یې اړیکې خرابې شوې.

XS
SM
MD
LG