د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: چین بشري حقونه نه مراعت کوي؛ بیجنیګ: موږ بد مه معرفي کوئ


د امریکا او چین بیرغونه
د امریکا او چین بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو مرستیالې ویندي شرمن د خپل چینایي سیال وانګ یي سره نن په بیجینګ کې مخامخ' سپینې او ښکاره' خبرې کړي دي.

میرمن شرمن پدغو خبرو کې له خپل چینايي سیال سره په خبرو کې په چین کې د بشري حقونو او په دې هیواد کې د امریکایي او کاناډایي بندیانو پر قضیو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویندي شرمن همداشان د روغتیا د نړیوال سازمان سره د چین د نه همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې غواړي په هغه هیواد کې د کروناویروس د رېښې او سرچینې په اړه تحقیقات وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د جو بایډن د ادارې د لوړپوړې دپلوماتې د سفر په ترڅ کې بیجینګ له واشنګټن څخه وغوښتل چې د چین په وړاندې «شیطاني چلند» بند کړي.

د چین شمالي ښار تیانجن ته د میرمن شرمن سفر د مارچ د میاشتې راهیسې د نړۍ ددغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ لومړی عمده ملاقات و.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژي فینګ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې ته په یو بیان کې ویلي: «مونږ د متحده ایالاتو څخه غواړو چې خپل بې لارې کوونکي خیالات او خطرناکه پالیسي بدله کړي.» اعلامیې ویل شوي دي چې واشنګټن بیجینګ ته «د یو فرضي دښمن» په سترګه ګوري.

هغه ادعا کړې چې چینایان د متحده ایالاتو «دښمنانه څرګندونو ته د چین د مخنیوي لپاره د یوې کوچنۍ هڅې په سترګه ګوري».

تېره اونۍ امریکا په هانګ کانګ کې د چین د ځپونکو اقداماتو له کبله د دغه هېواد په ځینو چارواکو بندیزونه ولګول، بیجینګ یې هم په ځواب کې په یو شمېر امریکايي چارواکو بندیزونه ولګول.

واشنګټن همدغه راز په هانګ کانګ کې تجارانو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې د هانګ کانګ ازادي ورځ په ورځ خرابیږي.

امریکا د دغو اقداماتو په ترڅ کې د ناټو په ګډون خپل ملګري سره متحد کړل چې د «چین د تېرې اونۍ سیبري بریدونه» وغندي.

امریکا چین تورنوي چې په سینیانګ کې له اویغور اقلیت سره ناوړه چلند کوي او هغوی یې په مشخصو کمپونو کې ساتلي‌ دي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. خو چین دا تورونه نه مني.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هڅه کوي چې په جنوبي اسیا کې هغه ایتلافیان یو موټي کړي چې د چین د مخ په زیاتېدونکي پوځي ظرفیت په اړه اندېښمن دي.

د دفاع وزیر لوید استن خبریالانو ته ویلي دي: «دا به یو ښه سفر وي. موږ د سیمې د ثبات ارزښت زیاتوو او زموږ هدف د اړیکو قول کول دي.»

ټاکل شوې چې ښاغلی استن به سینګاپور، ویتنام او فیلیپین ته سفرونه وکړي‌ او هلته به له چارواکو سره خبر وکړي.

XS
SM
MD
LG