د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په ۴ نورو چارواکو هم بندیزونه ولګول


امریکا تر دې وړاندې د هانګ کانګ په اجرائیوي مشرې او څو نورو چارواکو هم بندیزونه لګولي و
امریکا تر دې وړاندې د هانګ کانګ په اجرائیوي مشرې او څو نورو چارواکو هم بندیزونه لګولي و

د امریکا حکومت د چین د حکومت په هغو ۴ چارواکو بندیزونه ولګول چې په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د نوي قوانینو په تطیبق کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په حواله په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دغه څلور چارواکي د هانګ کانګ سولې، امنیت او خودمختارۍ ته ګواښ بلل کیدل.

پدې چارواکو بندیزونه پدې معنی چې هغوي امریکا ته سفر نشي کولی او ټولې هغه شتمنۍ یې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د واک لاندې سیمو کې راځي او یا د کوم امریکایي په کنټرول کې وي، ضبط کیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي، دا بندیزونه د هغو کسانو سره د "حساب او کتاب کولو لپاره د امریکا اراده څرګندوي چې د هانګ کانګ د ولس د آزادۍ حق بې اهمیته کوي او د دې هیواد خودمختاري کمزورې کوي."

د هانګ کانګ عمومي منشي متیو چیونګ د امریکا بندیزونه په "بشپړه توګه" د منلو وړ نه بولي او په یو خبري کنفرانس کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کړنې د هانګ کانګ په کورنیو مسایلو کې "ښکاره او وحشیانه" لاس وهنه بللې.

چین د همدي روان کال د جولای په میاشت کې په هانګ کانګ کې د ملي امنیت قانون پلی کړ چې له مخې یې په جدي توګه د هغو کسانو سره چلند کیږي چې پدې سیمه کې د چین د کړنو سره مخالف څرګندوي.

واشنګټن تیره میاشت په هغو چارواکو د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی و چې په هانګ کانګ کې آزادي ځپي.

د امریکا متحدو ایالتونو د اګست په میاشت کې د هانګ کانګ په اجرائیوي مشرې کري لیم او نورو چارواکو هم بندیزونه پدې خاطر ولګول چې هغوي د سیاسي مخالفینو په ځپلو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG