د لاس رسي وړ اتصالات

چین له اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند ادعاوې رد کړې


وروسته له هغې چې ۲۲ غربي هیوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په چین کې د اویغور مسلمانو د نیولو او ځورونې بندلو لپاره د چین پر دولت فشار راوړي، بیجینګ یې په ځواب کې تند غبرګون وښود او دغه کار یې د چین په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جینګ شانګ د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۲۰ (جولای ۱۱) وویل "دوې په حقیقتونو سترګې پټې کړي دي او په چین باندې یې بیځایه حمله کړې ده. دوې په ډیره واضحه توګه د بشر د حقونو مسئله سیاسي کړې ده او په دغه کار سره یې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده."

سره له دې چې اویغور مسلمانان په چین کې تر سخت نظارت لاندې دي، داسې اټکل کیږي چې شاوخوا یو ملیون مسلمانان زندان ته ورته نظارت خانو کې په ډیر بد وضعیت کې ساتل کیږي. د دغو نظارت خانو مسئولین هم له دوې سره په بد چلند تورن دي.

بیجنګ بیا په دغو نظارت خانو کې له اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند رد کړی او وايي دا د مسلمانو لپاره مسلکي زده کړو مرکزونه دي چې د کاروبار بیلابیل مهارتونه ورښودل کیږي.

چین وایي د دغو مرکزونو له لارې غواړي په هیواد کې یې د افراطیت مخه هم ونیول شي.

سره له دې چې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې شین ژیانګ ته لاړ شي او د دغو نظارت خانو په اړه راپورونه چمتو کړي خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تیار دي په ملګرو ملتونو کې د بشر د حقونو عالي کمشنرۍ کارکوونکي دغې سیمې ته ولیږي چې په خپلو سترګو دا نظارت خانې وویني.

XS
SM
MD
LG