د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا د بطریو جوړولو فابریکې په اورلګېدنه کې ۱۸ چینایان هم مړه شوي


د اطفائیې کارکوونکي د جنوبي کوریا د بطریو جوړولو په یوه فابریکه کې لګېدلی اور قابو کوي.
د اطفائیې کارکوونکي د جنوبي کوریا د بطریو جوړولو په یوه فابریکه کې لګېدلی اور قابو کوي.

د جنوبي کوریا چارواکو د دوشنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ څلورمه) خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د لیتیم بطریو جوړولو په یوې فابریکې کې زیات اور لګېدلی او لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي چې ۱۸ یې د چین اتباع دي.

د اور وژني ادارې کارکوونکي کیم جین یونګ رسنیو ته وویل: "په وژل شویو کې ۲۰ بهرنیان دي، چې ۱۸ چینایان، یو د لاوس وګړی او د یو تن هویت نامعلوم دی." هغه زیاته کړه چې جسدونه ډیر سوځیدلي او د قربانیانو بشپړ پیژندل به وخت ونیسي.

پایتخت سیول ته څېرمه په واسیونګ سیمه کې د بطریو جوړولو دا فابریکه د جنوبي کوریا د "اري سیل" په نوم د بطریو جوړولو ستر شرکت پورې اړه لري.

د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې په فابریکه کې ستر اور لګېدلی او د اطفائیې کارکوونکي یې د قابو کولو هڅه کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول چارواکو ته بیړنۍ لارښوونې صادرې کړي او دوی ته یې امر کړی چې په سیمه کې موجود پرسونل او تجهیزات لیرې کړي او د قربانیانو په لټون او ژغورلو تمرکز وکړي. هغه همدارنګه چارواکو ته خبرداری ورکړی چې دوی باید د اور د چټک خپریدو په پام کې نیولو سره د اور وژونکو خوندیتوب ډاډمن کړي.

د دې اور د لګېدو علت معلوم نه دی. جنوبي کوریا د بطریو لوی تولید کونکی هېواد دی او په زیاته اندازه د بریښنايي موټرو لپاره بطرۍ تولیدوي.

د ټیسلا په شمول د نړۍ د بریښنايي موټرو جوړونکي ستر شرکتونه له جنوبي کوریا څخه بطرۍ ترلاسه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG