د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې روغتون اور اخیستی او لږ تر لږه نهه ناروغان مړه شوي


د جنوري په میاشت کې په تهران کې د ګاندي په نوم یو روغتون اور اخیستی و خو تلفات یې نه لرل.
د جنوري په میاشت کې په تهران کې د ګاندي په نوم یو روغتون اور اخیستی و خو تلفات یې نه لرل.

د ایران رسنیو د سه شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) وویل چې ددغه هېواد په شمالي ښار رشت کې په یو روغتون کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه نهه ناروغان مړه شوي دي.

د ایران دولتي "صدا و سیما" اژانس خبر ورکړی چې دا اور د رشت ښار د "قائم" په نوم روغتون کې د دوشنبې په سهار ۱:۳۰ بجه لګېدلی. د خبر له مخې اور قابو شوی او د لګېدو د لامل د موندلو لپاره یې پلټنې پیل شوي دي.

په رشت کې د ګیلان طبي پوهنتون رئیس محمد تقي اشوبي وویل: "متاسفانه، په دغه اورلګېدنه کې نهو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ." هغه د ایران ملي تلویزیون ته وویل چې په پېښه کې مړه شوي زیاتره کسان د عاجلې درملنې د څانګې ناروغان دي.

د راپورونو پر اساس، په دغه ۲۵۰ بستریز روغتون کې د اورلګېدو پر وخت ۱۴۲ ناروغان موجود وو.

د ۲۰۲۳ په نومبر کې، د ایران د ګیلان ولایت په لنګرود کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې په یو مرکز کې د اور لګېدو په پېښه کې ۳۲ کسان مړه شوي وو.

د ۲۰۲۰ په جون کې، په پایتخت تهران کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله په یو روغتون کې د اورلګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG