د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هلمند کې د کولرا ناروغۍ ۲۰ تنه مړه کړي


د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغي
د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغي

طالب چارواکي وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د یاد ولایت د روغتیا ریاست مسؤلینو تیره ورځ ناوخته جولای ۱۱ (چنګاښ ۱۹) ویلي چې په باغران ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنه په «سختې کولرا» ناروغۍ اخته شوي چې ۲۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

ویل کیږي چې په کولرا ناروغۍ اخته کسانو کې د پاخه عمر سړي او ماشومان شامل دي.

باختر دولتي خبري آژانس د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له قوله ویلي چې باغران ولسوالۍ ته ګرځندویه روغتیايي ټېمونو استول شوي او د ناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.

پر همدې مهال، د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست هم باغران ولسوالۍ ته د روغتیايي خدماتو استولو په اړه ویلي: "دا چې د څو ورځو راهیسې په باغران ولسوالۍ کي د AWD شدید اسهال ناروغي مخ پر ډیریدو ده او دوې جوپې درمل او نور وسایل لیږل سوي وه، دریمه جوپه یې... د وضعیت د کنټرول په موخه ولیږل سول."

یاد ریاست ویلي چې په دریمه جوپه کې طبي سامان الات، درمل، د لاس مینځلو صابون، خیمې او سل بسترونه شامل وه.

باغران د هلمند مرکز لښکرګاه څخه په ۲۲۵ کیلومترۍ کې د دغه ولایت له وروسته پاتې ولسوالیو څخه ده.

ویل کیږي چې یاده ولسوالي له هر ډول خدماتو څخه محرومه پاتې شوې او تر دا مهاله یو مجهز روغتیايي مرکز هم نلري. په اخیستل شوو انځورونو کې هم لیدل کیږي چې په کولرا ورته ناروغۍ اخته ناروغان د کلیو په دوکانونو کې بستر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د زابل په سيوري ولسـوالۍ کې هم کولرا ته په ورته ناروغۍ باندې د یو شمېر کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو.

د یاد ولایت د روغتیا ریاست ویلي و چې په دغه ناروغۍ ۱۲۵ تنه اخته شوي چې زيات يې ښځې او ماشومان دي٠

کولرا د سخت اسهال یو ډول ناروغي ده چې لامل یې د ویبریو کولرا په نامه یو ډول باکتریا ده او دغه ناروغي ډیره زیاته ساري ده، چې په باکتریا باندې د ککړو اوبو او خواړو له لارې د سالم شخص بدن ته داخلیږي.

نس ناسته، کانګې، د عضلاتو درد او د ادرار کمیدل ددې ناروغۍ اعراض او نښې نښانې دي چې د ناروغۍ په پرمختګ سره اخته کس د مایعاتو له کموالي سره مخامخ کیږي.

د سالمو او تصفیه شویو اوبو برابرول، د فاضلاب دفع، د فردي او محیطي روغتیا پالنې رعایت ددې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ښې لارې چارې دي.

څرنګه چې دغه ناروغي په بدن کې مایعات ډیر زیات کموي لازمي ده چې ناروغ شخص زیات مایعات وڅښي.

XS
SM
MD
LG