د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د واتیکان د سن پیټر په میدان کې په خپله وینا کې د نړۍ په جگړه ځپلو سیمو کې د سولې د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.
پاپ فرانسس د سولې د غوښتنې په ترڅ کې د جگړه ځپلو خلګو نه وغوښتل چې د یو بل سره پخلا شي او په سوله کې ژوند وکړي.
هغه وویل چې دوعا کوي چې ملګري ملتونه په سوریه کې د جګړې په ختمولو بریالي شي او په هغه هیواد کې سوله راشي.
پاپ په لیبیا، عراق، یمن او د افریقا په لویه وچه کې د جګړو د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.
د وینا نه څو ساعته مخکې، هغه د عیسي علیه السلام د زیږدو په مناسبات د کرسمیس په ماښام په یوه غونډه کې برخه واخیستله.
د پاکستان په شمول د نړۍ په گوټ گوټ کې د کرسمس ورځ لمانځل شوې ده. د لویدیځې تړانګې د بیت الحم په ښار کې، چیرې چې فکر کیږي عیسی علیه اسلام زیږیدلی و، خلګو کرسمس ولمانځه.
د کرسمس په ماښام د فلسطینیانو ولسمشر او صدراعظم دواړه د کنیسته المهد کلیسا ته ولاړل. په دغه ښار کې عبادت کوونکو د نیمې شپې په مذهبي غونډه کې برخه واخیستله.
په استرالیا کې، د دغه هیواد صدراعظم کرسمس نورو ته د مرستو په کولو ولمانځه. په پاریس کې، د کرسمیس د لمانځلو په مناسبت سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.