د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: تیر کال ۲۲۱۹ ملکیان د طالبانو بریدونو کې وژل شوي


یاماموتو: جګړه لاهم افغان ملکي وګړي ځپي.
یاماموتو: جګړه لاهم افغان ملکي وګړي ځپي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۲۱۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱۷۲ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې نن جمعه (د مرغومې ۱۳مه) ویلي چې دغه تلفات د وسله والو طالبانو په ځانمرګو بریدونو، د ماینونو چاودیدنې او چریکي حملو له کبله رامنځ ته شوي‌دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو خپلو موخو ته د رسېدو لپاه پر ملکي هدفونو حملې کړي چې له کبله یې ملکیانو ته ګڼ تلفات اړولي دي."

اعلامیه زیاتوي: "دغه وزارت د طالبانو له خوا د ملکیانو هدف نیونه جنګي جنایت بولي او د هغوی د امنیت ساتلو لپاره ژمن دی."

په همدې حال وسله والو طالبانو هم د ۲۰۱۹ کال تلفاتو په اړه تېره ورځ یوه اعلامیه رسنیو ته استولې ده چې پکې نړیوال او افغان ځواکونه، ملکیانو ته پر ډېرو تلفاتو اړولو تورن شو‌ي دي.

دغې اعلامیې کې ویل شوي: "په تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو، افغان ځواکونو او داعش ډلې له خوا افغانستان کې ۵۴۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲۸۴ نور کسان ټپیان شوي دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا (یوناما) هر کال دغه هېواد کې د ملکیانو تلفاتو په اړه رپوټ خپروي.

که څه هم دغې ادارې تر اوسه د ۲۰۱۹ کال د ملکي تلفاتو په اړه بشپړ رپوټ نه دې خپور کړی خو تېره اونۍ دغې ادارې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ کال په لومړيو نهو میاشتو کې، ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان دي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي چې جګړه لاهم افغان ملکي وګړي ځپي او د دې وضعیت دوام دوی ته د اندېښنې وړ دی.

XS
SM
MD
LG