د لاس رسي وړ اتصالات

یوې لسیزه کې له "۱۰۰زره زیات" ملکي افغانان وژل شوي او ژوبل


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)مشر تدامیچي یاماموتو وايي، چې د جګړې له امله په تېرو لسو کلونو کې له ۱۰۰زره زیاتو ملکي افغانانو ته تلفات اوښتې دي.

له دغې ادارې څخه په یو خپور شوي بیان کې د ښاغلي یاماموتو له قوله ویل شوي، چې لا هم جګړه د ملکي افغانانو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.

هغه د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي: "ملګري ملتونه له ټولو ښکیلو اړخونو غواړي، چې یو سیاسي جوړ جاړي او تلپاتې اوربند ته د رسیدو لپاره د هغه تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي".

ښاغلي یاماموتو د سولې مسله د راتلونکي حکومت لپاره ارزښت‌ناکه بللې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې له هراړخیز بهیر څخه ملاتړ کوي، ترڅو د دغه بهیر له لارې د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي شي او تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

هغه له نظامي لارې د افغانستان د شخړې حل ناممکنه بللی او ویلي یې دي "زه د ملګرو ملتونو لخوا یو واربیا له ټولو غواړم چې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي، او له ټولو ښکیلو اړخونو غواړم چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ریښتیني او پیاوړي ګامونه پورته کړي".

یوناما د سولې د بهیر له برخه‌والو څخه غوښتي، ترڅو هغه ملیونونه عادي افغانان، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیان په پام کې ونیسي، چې په سوله کې د ژوند کولو فرصت غواړي.

یوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمیر په اړه هرکال خپل کلنی راپور خپروي.

دغې ادارې د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې د ۲۵۶۳ ملکي افغانانو وژل او ۵۶۷۶ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG