د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیان وژلي


د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د سرک پر سر ایښي وو
د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د سرک پر سر ایښي وو

د ننګرهار د سره رود په ولسوالۍ کې د "صفر دوه" په نوم ځانګړو افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات کړي چې پنځه ملکیان په کې وژل شوي دي.

عملیات د د دوشنبې په شپه (اکتوبر۲۲) د ولسوالۍ په بالا باغ سیمه کې شوي چې دوه نور ولسي خلک په کې ژوبل شوي هم دي.

د سیمې یو ملک نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې دوه سپین ږیري ګروندګر، دوه موټر چلوونکي او یو دوکاندار شامل دی.

ځايي خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د سرخرود ولسوالۍ ته څېرمه د سرک پر سر ایښي وو او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې له ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته ومنله چې په دغو عملیاتو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي دي خو زیاته یې کړه چې عملیات د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مهمو کسانو د وژلو لپاره شوي وو.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي، خو ویې ونه ویل چې د وژل شویو طالبانو مړي او زخمیان چېرته دي؟

د عتيق الله په نوم د سیمې یو بل اوسېدونکي چې وراره يې په دغه پېښه کې وژل شوی وايي چې وراره يې موټر چلوونکی و او هغه وخت د ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو چې يوه په اولاد ناروغه ميرمن یې کور ته رسوله.

تراوسه افغان ځواکونو او په سیمه کې نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو هم نه دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې څوک وژل شوي که نه.

په ننګرهار کې دا ولسي خلک داسې مهال وژل کیږي چې څو اونۍ مخکې یوناما وویل چې په ننګرهار کې ولسي تلفات دوه برابره زیات شوي دي او په افغانستان کې په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي.

یوناما وايي د ۲۰۱۸م د جنورۍ له پيل نه د سپتمبر ۳۰ پورې په جګړو او امنیتي پیښو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي. ډېر ملکي تلفات په ننګرهار، کابل، هلمند، غزني او فاریاب ولایتونو کې اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG