د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: طالبانو یوه اونۍ کې ۴۳ ملکي افغانان وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ۳۶۰ بریدونه کړي او کابو سل تنه ملکي افغانانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ سپټیمبر ۱۰ (وږي ۲۰) وویل چې طالبانو دغه بریدونه په ۲۲ ولایتونو کې کړي دي.

هغه زیاته کړه: "دغو تروریستي بریدونو ۴۹ غیرنظامیان شهیدان کړي او ۴۹ نور ټپیان کړي دي".

د ښاغلي ارین په وینا په دغو بریدونو کې تر ټولو زیات تلفات په کندهار او زابل ولایتونو کې ولسي وګړو ته اوښتي دي. د کورنیو چارو وزارت د شمیرو په اساس په کندهار کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي او دغه راز په زابل کې اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

یو شمیر ملي او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ولسي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو په تړاو اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د سولې د خبرو له پیل څخه وړاندې تاوتریخوالی کم کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان پروني برید کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي ارین پر وینا په دې چاودنه کې له هغو موادو څخه استفاده شوې چې له دې وړاندې په افغانستان کې د حقاني شبکې په خپلو بریدونو کې ترې کار اخیسته.

طالبانو په دې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي او نه هم تراوسه کوم چا یا ډلې یې مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG