د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل یوه ښځه د مکسیکو ولسمشره شوه


کلاډیا شینبام د مکسیکو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
کلاډیا شینبام د مکسیکو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.

کلاډیا شینبام د یکشنبې جون ۲ (غبرګولي ۱۳) د مکسیکو د عمومي ټاکنو په نتیجه کې ددغه هېواد لومړنۍ ولسمشره شوه. مکسیکو له ډیرې مودې راهیسې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

نوموړې د واکمن ګوند نومانده وه. په پایتخت مکسیکو ښار کې په زرګونو کسانو د هغې بری په سندرو او نڅاګانو سره ونمانځه.

شینبام راټولو شویو خلکو ته وویل: "زه غواړم د مکسیکو د میلیونونو میرمنو او نارینه وو څخه مننه وکړم چې پریکړه یې وکړه چې پدې تاریخي ورځ موږ ته رایه راکړي... زه به تاسو ناکام نه کړم."

شینبام ۶۱ کلنه ده، د ساینس په رشته کې یې زده کړې کړي او له دې وړاندې د مکسیکو ښار ښارواله وه.

هغې د خپلې اصلي سیالې سوچیل ګالوېز څخه مننه وکړه، چې ماتې یې ومنله. د ټاکنو کمیسیون د رایو د شمېرنو د لومړیو نتیجو له مخې وویل چې شینبام شاوخوا ۶۰ سلنه رایې ګټلي، له ګالوېز څخه ۳۰ سلنه او له بل نارینه کاندید هورهې الوارېز څخه نږدې ۵۰ سلنه پواینټه وړاندې ده.

د لاتینې امریکا په دغه هیواد کې په ټاکنو کې په لوی شمېر خلکو په داسې حال کې رایه اچولې چې د هېواد ډیرې برخې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخامخ دي.

د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې د تاوتریخوالي په پيښو کې له شلو زیات سیاستوال ووژل شول او د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت په خاطر په زرګونو سرتیري ګمارل شوي وو.

د ۱۲۹ میلیون نفوس لرونکي دغه هسپانوي ژبې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونو خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لکینه کړې وه.

د شینبام د بري یو عمده لامل د حاکم چپ اړخي ګوند د ولسمشر امانویل لوپیز اوبراډور ښه شهرت ګڼل کیږي چې د واک موده یې پای ته رسېدلې او د مکسیکو د قانون له مخې د دوهم ځل کاندید کېدو حق نلري.

لوپېز اوبراډور هغې ته د یو پیغام په ترڅ کې مبارکي ویلې ده. په دغه پیغام کې اوبراډول ویلي چې شینبام ددې ترڅنګ چې لومړنۍ ولسمشره ده، "همدارنګه ښايي د هېواد په تاریخ کې ترټولو زیاتې رایې ګټلي وي."

شینبام ژمنه کړې چې د جنايي جرایمو سره د مبارزې په برخه کې به د پخواني ولسمشر "د ګولۍ پر ځای پرانیستې غېږ" تګلارې ته دوام ورکړي.

ګالوېز د قاچاقبرانو پورې تړلي تاوتریخوالي ته د یوې سختې تګلارې ژمنه کړې وه ، او اعلان یې وکړ چې "مجرمینو ته د پرانیستې غیږې تګلاره پای ته رسیدلې ده."

له ۲۰۰۶ کال راهیسې چې د مکسیکو حکومت د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره پوځ ګمارلی، تر ۴۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ورک شوي دي.

د ولسمشرې په توګه شینبام مسئولیت لري چې له ګاونډي متحده ایالاتو سره، پر پوله د مخدره موادو د قاچاق او کډوالو د بهیر له کبله نازکې اړیکې اداره کړي.

په دغو ټاکنو کې د نوي ولسمشر ترڅنګ په شاوخوا ۲۰ زره بستونو کې، د مکسیکو د کانګرس غړي، د څو ایالتونو والیان، او ګڼ شمېر نور سیمه ایز چارواکي هم ټاکل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG