د لاس رسي وړ اتصالات

د سرک په غاړه د خوږو پلورونکې نجلۍ څنګه د ولسمشرۍ مخکښه کاندیده شوه؟


سوچیل ګالوېز، د مکسیکو د ولسمشرۍ کاندیده
سوچیل ګالوېز، د مکسیکو د ولسمشرۍ کاندیده

سوچیل ګالوېز په ماشومتوب کې د مکسیکو په یو کلي کې د خپلې بې وزلې کورنۍ لپاره په سرک باندې په کور کې جوړ کړي خواږه پلورل، خو اوس یوه بریالۍ سوداګره او ددغه هېواد ولسمشرۍ ته مخکښه کاندیده ده.

دا مرکزي ښي اړخې د اپوزیسیون سناتوره تل د خپل ساده کلیوالي ژوند یادونه کوي، وايي پلار یې په نشو اخته و او له کبله یې دې کورنی تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

د مرکزي ایالت هیډالګو په تیپاتیپک کې د ګالوېز د تره لور نورما انجیلیکا رویز یو ساده کور ته په اشارې سره وايي چې د ګالوېز کورنۍ "دلته اوسېده او له مالي پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ وه." د ګالوېز د ماشومتوب عکسونه اوس هم ددغه کور په دیوالونو ځوړند دي.

په دغه کلي کې ښوونځی نه و او ګالوېز مجبوره وه چې چې د زده کړې لپاره هره ورځ اوږد واټن پیاده مزل وکړي.

رویز د ګالویز د ښوونځي د کلونو یادونه کوي او وايي: "په لیسه کې هغې ګنډل زده کړل او بیا یې نورو ښځو ته د ګنډلو روزنه ورکوله".

په کلیوالي ژوند کې لویه شوې ګالوېز پر خپلې بومي ریښې ویاړي او همدا ریښه نوموړې د عنعنوي محافظه کار اپوزیسیون څخه جلا کوي.

د ګالوېز نوم په محلي نهواتي ژبه کې د "ګل" په مانا دی، هغه زیاتره وخت عنعنوي لباس اغوندي، په پایتخت مکسیکو ښار کې پر بایسکل سفر کوي، او په خپلو ویناګانو کې ساده کلیوالي ژبه او کله ناکله داسې عنعوني اصطلاحات کاروي چې سپکې سپورې ګڼل کیږي.

سوچیل ګالوېز په پایتخت مکسیکو ښار کې پر بایسکل سفر کوي.
سوچیل ګالوېز په پایتخت مکسیکو ښار کې پر بایسکل سفر کوي.

په پارلمان کې له غړیتوب وړاندې، ۶۱ کلنه ګالوېز د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د پایتخت د یو ښارګوټي ښارواله وه.

هغه وايي: "زه خپله خوښه کوم. د مېړه په شمول، پر ما باندې هیڅوک کنټرول نلري."

که څه هم ګالوېز اوس له محافظه کار اپوزیسیون سره همغږې شوې، خو په تاریخي لحاظ د جنین د سقط، د همجنسبازانو د حقونو او ټولنیزې خیر ښېګڼې په څېر د پروګرامونو ملاتړې ده.

ګالوېز تل پر ولسمشر اوبراډور باندې د تنظیم شویو جنايي بانډونو په مخنیوي کې د پاتې راتګ له کبله نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "ستا په څېر لېټۍ، د یوې خپلواکې او هوښیارې ښځې څخه وېره لري."

سوچیل ګالوېز عنعنوي لباس اغوندي.
سوچیل ګالوېز عنعنوي لباس اغوندي.

د ډیناسور لباس

ګالوېز ۱۷ کلنه وه چې خپل پلرنی کلی یې پرېښود او د مکسیکو په ملي خپلواک پوهنتون کې له زده کړې وروسته یې د ټکنالوژۍ د یوې مخکښې کمپنۍ بنسټ کیښود.

په ۲۰۰۰ کال کې محافظه کار ولسمشر ویسنټ فاکس هغه د بومي خلکو لپاره د پالیسۍ مسئوله وټاکله.

د سناتورې په توګه، ګالوېز یوه ورځ ددې لپاره پارلمان ته د ډیناسور په لباس کې لاړه چې پر حکومت باندې د خپل انتقاد مظاهره وکړي.

د مکسیکو د ولسمشرۍ مخکښې کاندیدانې کلاډیا شینبام (چپ) او سوچیل ګالوېز
د مکسیکو د ولسمشرۍ مخکښې کاندیدانې کلاډیا شینبام (چپ) او سوچیل ګالوېز

د ولسمشرۍ په مناظرو کې، ګالوېز د واکمن ګوند پر کاندیدې کلاډیا شینبام باندې سخت انتقادونه کړي او هغه یې "یخه ښځه" او "د نشه یي موادو د قاچاقبرانو کاندیده" بللې ده.

د شینبام په اړه هغې په خپله یوه وینا کې وویل: "په ۱۰ کلنۍ کې کله چې تا د بیلې نڅاګانې کولې، زه مجبوره وم چې کار او غریبي وکړم." شینبام یوه ساینسپوهه او د پایتخت پخوانۍ ښارواله ده چې په مکسیکو کې د کډوالو یهودانو په یوه کورنۍ کې لویه شوې ده.

له خپلې زغردې لهجې او انتخاباتي هلوځلو سره سره، ګالوېز په نظرپوښتنو کې له شینبام څخه ۲۰ پوانیټه وروسته ده. تر دې چې د ګالوېز په پلرني تیپاتیپک کې هم عام خلک په انتخاباتي مبارزو کې شینبام وړاندې بولي.

خو د ګالوېز د تره لور رویز وايي: "په دې ښار کې، که تاسو بریالي یاست، خلک درباندې شک کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG