د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې نښته؛ د عطا محمد نور خپلوانو او طالبانو ته تلفاتو اوړیدلو ادعاوې


د طالبانو چارواکي او د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور ته نږدې سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو او د پخواني والي د خپلوانو ترمنځ مزارشریف کې په یوه وسله واله نښته کې دواړو خواو ته تلفات رسیدلي دي.

دغه نښته، چې یو ساعت یې دوام درلود د پنجشنبې په ماښام اپریل ۲۱ ( ثور اول) د مزارشریف د ښار د دوییمې امنیتي حوزې د "بابا قمبرکوڅه" کې د دواړو خواو ترمنځ پیښه شوې ده.

د بلخ د امنیه قومندانې ویاند محمد اصف وزیري خبریالانو ته په استولي پیغام کې د دغې نښتې په اړه ویلي، چې په نښته کې د عطا محمد نور خوریی سهیل زمری او یو بل تن وژل شوي دي.

محمد اصف وزیري ویلي، چې په دغه نښته کې وسلې او مهمات هم طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ځینو خپلوانو د تیرې ورځې په نښته کې د سهیل زمري وژل کیدل تائید کړي او طالبانو ته یې هم په نښته کې د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.

حامد رهګذر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې نښته کې د مزارشریف د دوییمې امنیتي حوزې د امر په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. پخپله عطا محمد نور تراوسه د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د بلخ د امنیه قومندانې ویاند طالبانو ته په نښته کې د تلفاتو ادعا رد کړې ده.

د بلې خوا د بلخ د پخواني والي یو بل خپلوان عبدالشهید ثاقب د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي، چې سهیل زمري په دې وروستیو کې د طالبانو پرخلاف په مخفي ډول د بلخ په ولایت کې یوه وسله واله ډله جوړه کړې وه.

د دې پیښې عیني شاهدانو د وینا له مخې نښته د خلکو د اوسیدانې په سیمه کې شوې او دواړو خواو په کې د درنو او سپکو وسلو څخه کار اخیستی و، چې له امله یې جګړې سره نږدې ځینو کورونو ته هم زیان رسیدلی دی.

د پنجشنبې په ورځ د مزارشریف په ښار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې ماسپښین د لمانځه پر مهال په یوه چاودنه کې ۳۱ لمونځ کوونکي ووژل شو او له اتیاو زیات نور ټپیان شو.

دمخه مزارشریف ښار کې د ابن سینا روغتون چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته په دې چاودنه کې د لسو تنو وژل کیدل او ۳۲ تنو نورو ټپي کیدل تائید کړي وو.

اسلامي دولت یا داعش د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د باختر دولتي اژانس ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه برید طراح نیولی دی.

دا برید په پراخه کچه د افغانستان دننه او بهر غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG