د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا درېیمه څپه؛ د افغانستان او ایران ترمنځ پوله وتړل شوه


د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلام قلعه دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

دا تصمیم په ایران کې د کروناویروس د دویمې بڼې د پېښو له زیاتوالي وروسته نیول شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې دا تصمیم د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غويي ۹) عملي شوی او لا څرګنده نه ده چې دا لاره به کله بېرته پرانیستل شي.

د هرات د بهرنیو اړیکو رئیس امین‌ الله ازاداني وویل چې د ایران حکومت د مصوبې له مخې د کروناویروس په پېښو کې د بې‌‌ساري زیاتوالي له امله د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو تګ راتګ تر راتلونکې خبرتیا پورې بند شوی دی.

ښاغلي ازاداني زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازې هغو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې سوداګریز توکي انتقالوي.

په وروستیو ورځو کې په ایران کې د کروناویروس د نوې بڼې پېښې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي. د دغه هېواد روغتیايي چارواکو له خپل حکومت څخه غوښتي چې ټولې هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې د مسافرو د تګ راتګ پر مخ وتړي.

XS
SM
MD
LG