د لاس رسي وړ اتصالات

وریځې تر لېرو فاصلو پورې لا علاجه مکروبونه لېږدوي- څېړنه


ساینسپوهانو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې وریځې تر لیرې فاصلو پورې داسې مکروبونه لېږدوي چې د درملو په وړاندې مقاومت ښيي او درملنه یې ناشونې ده.

ددې څېړنې مسوول ساینسپوه فلورانټ راسي وايي،"دا داسې باکتریاوې دي چې زیاتره د ونو په پاڼو او ځمکې پر مخ پیدا کیږي."

نوموړي زیاته کړه: "موږ وموندله چې دا باکتریاوې د باد په واسطه اتموسفیر ته لیږدول کیږي او کولای شي په لوړه ارتفاع کې د وریځو په واسطه د نړۍ له یو سر څخه بل ته اوږد واټن ووهي."

ددې څېړنې پایلې تېره میاشت د "ټول طبیعت ساینس" په مجله کې خپرې شوې.

د کاناډا د لوال پوهنتون او د فرانسې د کلرمونټ اوورګن پوهنتون څیړونکو په ګډه د وریځو له نمونو څخه په ترلاسه شویو باکتریاو کې د هغو جینونو په اړه څېړنه کړې ده چې د انټي بیوټیک درملو په وړاندې مقاومت ښيي.

د وریځو دا نمونې په فرانسه کې د سمندر له سطحې څخه ۱۴۶۵ متره لوړ د اتموسفیر د څیړنې په یو مرکز کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ راټولې شوي دي.

څېړنو ومونده چې د وریځو په هر میلي لیتر کې په اوسط ډول ۸۰۰۰ باکتریاوې موجودې دي. په دغو باکتریاوو کې ۲۹ ډوله داسې جینونه موندل شوي چې له انتي بیوټیک سره مقاومت ښيي.

له درملو سره مقاومت هغه وخت رامینځته کیږي کله چې باکتریا د انټي بیوټیکونو سره مخامخ کیږي او په دې ډول یې له یوې مودې وروسته په وړاندې معافیت پیدا کوي.

روغتیایي چارواکو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې دا ډول معافیت، "په نړۍ کې د روغتیا ساتنې لپاره لویې اندیښنې زېږوي" او په ځینو مواردو کې د باکتریایي انتاناتو درملنه ناشونې کوي. ددې یو لامل په نړیواله کچه د انټي بیوټیک درملو په کارولو کې زیاتوالی ښودل شوی دی.

په څېړنه کې د انسان پر روغتیا باندې د وریځو له لارې د انټي بیوټیک په وړاندې مقاومت لرونکو دغو باکتریاو د خپریدو د احتمالي اغیزو په اړه څه ندي ویل شوي او اټکل کوي چې له هغې جملې څخه یوازې له پنځو څخه تر ۵۰ سلنې باکتریاوې ژوندۍ او فعالې وي.

خو ساینسپوه روسي وايي چې ددې باکتریاو خطر ښايي لږ وي. هغه وویل: "فضا د باکتریا لپاره مساعده نده او ډیرې هغه نمونې چې موږ وموندلې د چاپیریال باکتریاوې دي چې انسانانو ته یې د زیان احتمال لږ دی." هغه زیاته کړه "ځکه نو خلک باید په باران کې له پلي تګ څخه ونه ویریږي."

راسي وايي، د خطرناکو مکروبونو د خپرېدو د مخنیوي د هلوځلو په لړ کې به د اتموسفیر څارنه روانه وي، په هماغه شکل چې د کرونا او نورو وژونکو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي دپاره د فاضله اوبو څارنه کیږي.

XS
SM
MD
LG