د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۴ ساعتونو کې باید څومره خوب وشي؟


یوې نوې علمي څېړنې ښودلې چې انسان په ۲۴ ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري او شپږ ساعته خوب داسې دی لکه خوب چې نه وي شوی.

کیدی شي له ډېرو مو اوریدلي وي چې وایي په ۲۴ ساعتونو کې یواځې پنځه یا شپږ ساعته خوب کوي. خو آیا انسانان ۸ ساعته خوب ته اړتیا نلري؟

یوه نوې څیړنه چې”د خوب ژورنال “ کې چاپ شوې، ښيي چې ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته خوب کول داسې دي لکه هېڅ خوب چې دې نه وي کړی.

هغو پوهانو چې دغه څیړنه یې کړې ده، د دغي څیړنې ګډونوال په څلورو ډلو تقسیم کړي و. لومړۍ ډلې د دوو اونیو لپاره په هرو ۲۴ ساعتونو کې یواځې څلور ساعته خوب کړی و، دویمې ډلې شپږ ساعته او دریمې ډلې اته ساعت خوب کړی و. څلورمې ډلې بیا پرلپسې درې شپې خوب نه و کړی.

د څیړنې ګډونوالو ته اجازه نه وه چې د ټاکل شوي وخت پرته، حتی د یو څو دقیقو لپاره هم سترګې پټې کړي. په دغې مودې کې د دوی کړه وړه، د یو څه په وړاندې یې د غبرګون وخت او مزاج هر دوه ساعته وروسته ارزول کیدل.

د څیړنې موندنو وښودله چې هغه کسانو چې په څلورویشتو ساعتونو کې ۸ ساعته خوب کړی و تر ټولو ښه فعالیت درلود خو هغوي چې شپږ ساعته یې کاوه، یواځې د څيړنې په لومړیو ورځو کې ښه و خو د هغې وروسته یې کړه وړه د هغو کسانو کړه وړه ته ورته وو چې دوه شپې یې هیڅ خوب نه و کړی.

همداشان د هغې ډلې د ګډونوالو فعالت چې یواځې څلور ساعته خوب یې کړی و، تر هغو ډېر خراب و چې شپږ ساعته خوب یې کړی و. وروستۍ ډلې چې هیڅ خوب نه و کړی، تر ټولو خراب مغزي فعالیت درلود. د همدغې څیړنې پر بنسټ، پوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې د ښه ورځني فعالیت لپاره شپږ ساعته خوب کافي نه دی.

پوهانو دا سپارښتنه هم کړې چې د شپې له خوا د تلویزون کتل او په ټولنیزو شبکو کې وخت ضایع کول د خوب وخت کموي او ښه به دا وي چې پر ځای یې خلک خوب وکړي چې د سبا ورځ لپاره کافي انرژي ولري او د ژوند چارې په ښې توګه پر مخ بوځي.

XS
SM
MD
LG