د لاس رسي وړ اتصالات

د جنسي اړیکو روانې ګټې څه دي؟


جنسي اړیکې یا سکس کول نیغ په نېغه د انسان د بدن پر غړو لکه ماغزه، زړه، رګونو او نورو غړو مثبت اثر لري خو نویو څېړنو ښودلې چې په منظمه توګه سکس کول د انسان رواني حالت ته هم ګټې لري.

  • د سترس کمول

د بشر د ننني ژوند یو نه ورکېدونکې پدیده اندېښنې او روحي فشارونه یا سترس دی. دغه تشویشونه انسانانو کې په بیلابېلو کچو شته.

د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې هغه جنسي اړیکه چې د دواړو خواوو رضایت پکې ترلاسه شوی وي په وینه کې د دوپامین، اندروفین او اوکسیتوسین هورمونونه خپریږي چې دغه پېښه د انسان د خوښۍ لامل کیدای شي.

  • عاطفي تړاو

بریالۍ جنسي اړیکه د ښځې او خاوند تر منځ د عاطفي اړیکې د ټینګښت سبب کیږي.

څېړنې ښيي چې د سکس په اوږدو کې د دواړو خواوو په ځان کې اوکسیتوسین هورمون چې د مینې هورمون هم بلل کیږي خپریږي. دغه چاره سترس له منځه وړي او د دواړو خواوو اړیکه نوره هم سره ټینګوي.

د یوې څېړنې پایلې په ډاکه کوي چې هغه ښځې او خاوندان چې د شپږو میاشتو به اوږدو کې سره په منظمه توګه سکس درلوده د هغوی په وینه کې د مینې هورمون د هغو کسانو په پرتله چې په دې برخې کې ډېر فعاله نه و ډېر لیدل شوی دی.

  • د ماغزو فعاله ساتل

په منظم توګه جنسي اړیکې درلودل په ماغزو کې د کیمیاوي فعالیتونو سبب کیږي. دغه پېښه د انسان ماغزه ځواکمنوي او د لا پراختیا زمینه ورته برابروي.

بلې څېړنې ثابته کړې چې د سکس تر ټولو خوندورې یا وروستۍ شېبه کې د ښځینه شریکې د ماغزو ټولې برخې فعالیږي. په دغه وخت کې تر بل هر وخت ډېره وینه ماغزو ته رسیږي.

  • د کالوری سوځېدل

جنسي اړیکه د نورو ګټو تر څنګ یو ښه فزیکي تمرین هم بلل کیږی ځکه په وینې کې پاتې ډېر شمېر د انرژي کالوري سوځوي.

په دې اړه یوې څېړنې ښودلې چې هره جنسي اړيکه کې ښځې ۷۰ او نران ۱۰۰ کالوري سوځوي.

څېړنه زیاتوي چې د نیمې ګړۍ لپاره د اړیکې غزول، د کالوري د سوځولو کچه دوه برابره کولی شي.

له دې مخکې نور څېړنو ښودلې چې سکس کول د انسان په بدن کې د وینې د فشار لوړېدو مخه نیسي، ډیپریشن ورکوي، د بدن د دفاعي حالت ځواکمنوي، خوب منظموي، حافظه قوي کوي او انسان ته د ځان بسیاینې حس ورکوي.

XS
SM
MD
LG