د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل سوړ ژمی او د ښاریانو اقتصادي ستونزې


په کابل کې په داسې حال کې چې هوا ډېره سړه شوې، یو شمېر اوسېدونکي د کار روزګار له نشتوالي شکایت کوي او وايي ددې توان نلري چې لرګي یا سکاره واخلي او خپل کورونه پری تاوده کړي.

په تیرو ۱۵ کلونو کې په لمړي ځل تېره اونۍ د واورې له ورېدو وروسته، د کابل هوا د سانتي ګراد په حساب منفي ۳۴ درجې ته ټیټه شوه.

چارواکو د تیرې پنجشنبې (جنوري۲۶) په ورځ خبر ورکړ چې د سوړ ژمي له امله په افغانستان کې تر ۱۶۰ ډېر خلک مړه شوي چې ۸۴ تنه یوازې تېره اونۍ مړه شوي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، روان سخت ژمي پدې بد اقتصادي وضعیت کې نور هم ځپلي دي.

د ثنا ګل په نوم یو موچي وایي، په کور کې هیڅ شی نلري او ماشومان يي ورته وایي چې لرګي راوړه. ثناګل وایي، ټوله ورځ په مټې پنځوس افغانۍ کار وکړي، ځکه چې هوا سړه ده او مشتریان نه ورځي.

د کابل ښار یو بل دوکاندار محمد احسان وایي، خلک لرګي او سکاره نلري او نړیواله ټولنه هم ورته هیڅ پاملرنه نه کوي. د محمد احسان په نظر دا به ښه وي که د بی چاره خلکو سره مرسته وشي که نه اکثریت خلک به د یخنۍ مړه شي.

یو بل موچي فیض محمد اوس د واورې پاکولو بیلونه پلوري. هغه وایي: "مونږ بازار ته راغلو چې یو کار وکړو، خو هیڅ کار نشته. د مجبوریته دغه د واورې پاکولو دا بیلونه وپلورو، ځکه بل کار نشته."

د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت د بندیز له امله، ډیرو خیریه موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي. اکثره موسسې وايي، نشي کولی له خپلو ښځینه کارکوونکو پرته د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې خیریه فعالیتونه جاري وساتي.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی معراج وایي، سخت ژمی لا پاتې دی او هوا ورځ تربلې سړیږي. معراج د ملګروملتونو جدي پاملرنه غواړي او وایي په ډيرو ولایتونو کې د سړې هوا له امله ماشومان او د پاخه عمر خلک مړه شوي دي.

همدا اونۍ کابل ته په خپل سفر کې، د ملګروملتونو د خیریه مرستو مسؤل مارتین ګریفیتس وویل نړیواله ټولنه هڅه کوي چې په اکثریت هغو ښځو د کارکولو محدودیت ختم شي کوم چې پدې سخت وخت کې د ډیرو افغانانو خدمت ته راتلې.

XS
SM
MD
LG