د لاس رسي وړ اتصالات

په یخ ژمي کې د پولیو له واکسیناتورانو سره د پکتیکا د خلکو همکاري


د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي هڅه کوي له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې په را روان کمپاین کې چې تمه ده د جنورۍ میاشتې په ۲۷مه پیل شي د دې ولایت د ټولو سیمو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.

خو ددې ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندیښنه لري چې دغه کمپاین د سخت ژمي او وارو له کبله خنډنی نشي. دوی د پکتیکا له ټول ولس نه د رضاکاره ټیمونو سره د مرستې غوښتنه کوي، چې د سختو وارو او سړې هوا له کبله راتلونکی کمپاين له خنډ او ځنډ سره مخامخ نشي.

ډاکټر عبدالحکیم همت په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مشروویل: "د پکتیکا له ټول اولس څخه مو دا غوښتنه ده چې د دې کمپاین په لړ کي مو خپل ټول ماشومان واکسین کړئ که چېرته کوم ماشوم پاته شي هیله ده نږدې کلینک ته ژر تر ژره مراجعه وکړئ."

پکتیکا د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ژمې په موسم کې پکې زیاتې واورې وریږي.

عیسی خان د پکتیکا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي، واکسین د ماشومانو لپاره ضروري دي: "له خلکو مې دا غوښتنه ده چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي ځکه دوی په دې واورو کې ستاسو تر کورونو په سختۍ درځي."

په همدې حال کې د پکتیکا یو بل اوسېدونکی پرویز وايي چې د زیاتو واورو له امله ولسوالیو ته تللې لویي لارې تړل شوې او د رضاکاره ټیمونو لپاره به ستونزمنه وي چې تر ټولو کورونو ځان ورسوي.

نوموړي وویل: "زه پخپله هم له واکسیناتورانو سره مرسته کوم او له نورو خلکو هم غواړم چې مرسته وکړي، ترڅو مو ماشومان واکسین او له فلج څخه وژغورل شي."

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال له پیله تر اوسه په هېڅ ولایت کې د پولیو مثبت پېښه نه ده راپور شوې په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ مېلادي کال په جریان کې په ټول افغانستان کې ۲۸ مثبت پیښې ثبت شوې وې چې دوه یې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې وې.

XS
SM
MD
LG