د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار، کونړ او لغمان پوهنتونو محصلین د پولیو واکسین څارنه پیلوي


د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار، لغمان او کونړ پوهنتونونو محصلین په خپلو سیمو کې د پولیو ضد کمپاینونو نظارت پیلوي او وايي په دې چارې سره به د له واکسین نه د پاتې شویو ماشومانو کچه نوره هم کمه شي.

د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې، د پولیو د محوې عملیاتي مرکز او د ننګرهار، کونړ او لغمان له پوهنتونونو سره د پولیو پر وړاندې د مبارزې ادارې داسې تفاهملیک امضا کړ، چې له مخې به یې دغو دریو ولایتونو کې د پوهنتون محصلین د پولیو ضد کمپاینونو څارنه کوي.

دغه پروسه به په راتلونکي کمپاین کې پیل شي او محصلین به پکې ګمارل کېږي، چې د خپلو کلیو څارنه وکړي چې رشتیا هم واکسین کېږي کنه، که چیرې نه کېږي نو څنګه کېدای شي د محرومو ماشومانو لپاره واکسین ورسېږي.

ختیځ زون کې د پولیو واکسین د برخې مسوول ډاکټر نجیب الله کامه وال ننګرهار پوهنتون کې د دغه تفاهلیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: "دغه تفاهمنامه لاسلیک شوه چې له مخې به یې د همدغو پوهنتونو محصلین له واکسین وروسته مانیتورینګ (څارنه) کوي، چې کومو سیمو کې ماشومان پاتې شوې دي او څه باید وکړو چې مس (پاتې کیدونکي) ماشومان ختم شي او د همدغو کارکوونکو د راپورونو په بنا به موږ مخکې ځو او نور پروګرامونه به هم په لاره اچوو."

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال د دغې تفاهمنامې د لاسلیک پر مهال وویل،د لرې پرتو سیمو محصلین به په دغه پروسه کې وګماري، چې هم به یې اقتصادي ستونزې اوارې شي او هم به د واکسین له پروسې سره مرسته وکړي.

هغه زیباته کړه: "دوی به لومړی ټیریننګ شي او بیا به کلي په کلي وګرځي او هغه چکلیست چې له دوی سره موجود دی د هغې په بنا به وګوري چې چرته واکسین شوي او چرته نه دي شوي، کنه وي شوي نو په دې به فکر کوو چې څنګه واکسین ورسېږي."

محصلین وايي، که دوی وګمارل شي نو په ډېر اخلاص به دغه چاره مخکې بوځي او هڅه به وکړي، چې په لرې پرتو سیمو او بانډو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسولو کې مثبت اغېز ولري.

دوی وايي له بله اړخه به دوی ته مالي امکانات هم ورکړل شي، چې د زده کړو چارې پرې سمې سرته ورسوي.

چارواکي وايي که دا پروسه بریالۍ شوه نو نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.

سږ کال د هیواد په کچه ۲۶ تنه ماشومان د پولیو په ویروس اخته شوي دي، چې په دغه ویروس د اخته کیدو علت یې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو پر وخت نه رسیدل ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG