د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نهه ولایتونه هېڅ خبریاله نلري- سروې

افغان ښځینه خبریالانې
افغان ښځینه خبریالانې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې افغانستان کې په رسنیو کې د کارکوونکو ښځو برخه ۱۸ سلنه کمه شوې ده.

د دغې کمېټې د یوې سروې په اساس د افغانستان په نهو ولایتونو کې هېڅ یوه خبریاله کار نکوي.

د یادې کمېټې د جندر د برخې مسؤلې وحیدې فیضي نن دوشنبه د مارچ اتمه (کب ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې یادې کمېټې د ۳۴ ولایتونو په ۹۰ فعاله رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د حضور په اړه سروې کړې ده. وايي سروې په دغه هیواد کې د خبریالانو د بد وضعیت په ډاګه کوي.

نوموړې زیاته کړه: "د دغې سروې مطابق، د رسنیو ۳۰۰ ښځینه خبریالانو او کار کوونکو د امنیتي ګواښونو، په ځانګړي ډول هدفي بریدونو، د کرونا ویروس له امله د رسنیو مالي ستونزو، د کمو معاشاتو او ځينو نورو ستونزو له امله خپلې دندې پريښي دي."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې شمېرې ښيي چې د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷۸ افغان مېرمنو د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، خو اوس دغه شمېرې ۱۳۷۷ ته راټیټه شوې دي.

وحیدې فیضي وویل چې د یادو ۱۳۷۷ ښځینه کار کوونکو له ډلې یوازې ۳۲۱ یې خبریالانې دي او پاتې په نورو برخو کې کار کوي.

د نوموړې په وینا په کابل، هرات او بلخ هغه ولایتونو دي چې نسبت نورو ولایتونو پکې زیاتو ښځينه خبریالانې کار کوي.

د هغې په وینا نهه نور غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، ارزګان، میدان وردګ او لوګر هغه ولایتونه دي چې هېڅ ښځینه خبریاله پکې کار نه کوي، بلکې ښځې د رسنیو په نورو برخو کې کار کوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر د برخې مسؤلې وویل: "د افغانستان په پنځو ولایتونو چې هغه کې نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل شامل دي هېڅ‌ ښځه په رسنیو کې کار نه کوي، یوازې په لوګر ولایت کې یوه ښځه د رسنیو په نورو برخو کې کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون درې خبریالانې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شوې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په وران کال کې څلور ښځينه خبریالانې او رسنیو کار کوونکې په دغه هیواد کې وژل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG