د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مظاهرو د «وژونکې» ځپنې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي


په تهران کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ مظاهرې
په تهران کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ مظاهرې

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي ۲۹) په ایران کې د اعتراضونو په وژونکې ځپنې اندیښنه څرګنده کړه چې د فعالانو په وینا د تهران د اخلاقي پولیسو له خوا د یوې ځوانې ښځې د توقیف کولو او مړینې په غبرګون کې شوي دي.

د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه پیغله چې د کردستان ولایت اوسیدونکې وه تیره اونۍ په تهران کې د "اخلاقي پولیسو" لخوا تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او دوه ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوه.

فعالانو ویلي چې دغه ځوانه ښځه په توقیف کې وهل شوې، خو دا خبره د ایراني چارواکو له خوا نه ده تایید شوې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په تهران کې مظاهرې روانې دي خو تر دې دمه تر ټولو سختې نښتې د مهسا امیني په ټاټوبي د ایران په شمالي کردستان ولایت کې شوي. د بشري حقونو ډلو ویلي چې تر اوسه پورې څلور مظاهره کوونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان او نیول شوي دي.

په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار ډلې (هیومن رایټس واچ) وایي چې د شاهدانو حسابونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي "دا په ګوته کوي چې چارواکو د لاریون کونکو د خپرولو لپاره له اوښکو بهونکو ګازو او داسې ښکاري چې په کردستان ولایت کې د وژونکي ځواک نه کار اخلي."

په ژنیو کې، ملګرو ملتونو ویلي چې ددې سازمان د بشري حقونو سرپرستې عالي کمېشنرۍ ندا الناشف د مهسا امیني په وژنه او "د لاریونونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډک غبرګون" باندې خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د "محسا امیني د غمجنې مړینې او د شکنجې او ناوړه چلند تورونو په اړه باید خپلواکه پلټنه وشي."

د مهسا امیني مړینې نړیواله اندیښنه راپارولې ده، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ د ایران په حکومت غږ وکړ چې د ښځو په وړاندې خپل سیستماتیک تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله ایز لاریون ته اجازه ورکړي.

له بلې خوا په ایران کې انترنیت کنترولیږي او ددې هیواد د حالاتو په اړه پوره معلومات نه ترلاسه کیږي.

پدې ترڅ کې د سپیس ایکس مالک ایلون مسک د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ ویلي چې سپیس ایکس به د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د بندیزونو څخه د معافیت غوښتنه وکړي ترڅو دې هیواد ته د خپل سپوږمکۍ انټرنیټ خدمت وړاندې کړي.

په ایران کې زیږیدلي د ساینس ژورنالیست عرفان کسرايي په خپل ټویټر کې ویلي چې ایران ته د انترنیتي خدماتو راوړل ددې هیواد "د راتلونکي لپاره ریښتنې بدلون" رامنځته کولای شي.

ښاغلي مسک د ساینسي چارو ددغه خبریال د ټویټ په ځواب کې ویلي: "سټارلینک به د ایران په وړاندې د بندیزونو څخه د معافیت غوښتنه وکړي."

ښاغلي مسک اعلان کړی دی چې د سټار لنک سپوږمکۍ انټرنیټ خدمت په ټولو براعظمونو کې چمتو شوی - "د انټارټیکا په ګډون" دا شرکت پلان لري چې تر ۴۲۰۰۰پورې سپوږمکۍ وتوغوي ترڅو ارتباطات وده وکړي.

ایران وروسته له هغه د متحده ایالاتو د سختو بندیزونو لاندې شو چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه د ایران او د نړۍ د سترو ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه ووت.

XS
SM
MD
LG