د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې نوبل جایزه د جنسي تیري ضد دوو فعالینو ته ورکړل شوه


په جګړه ځپلو سیمو کې د جنسي تیري ضد کمپاین کوونکي نادیه مراد او ډاکتر ډینس موکویګ
په جګړه ځپلو سیمو کې د جنسي تیري ضد کمپاین کوونکي نادیه مراد او ډاکتر ډینس موکویګ

د ٢٠١٨ کال د سولې د نوبل جایزه په گډه د عراق یوې ایزدي فعالې او د کانگو هیواد یو ډاکتر ته ورکړل شوه.

د ۲۰۱۸ کال د سولې نوبل جایزه په جګړه ځپلو سیمو کې د جنسي تیري ضد کمپاین کوونکو د عراق د ایزدي قبیلې فعالې نادیه مراد او د کانگو د دموکراتیک جمهوریت ډاکتر ډینس موکویګ ته ورکړل شوه.

په ٢٠١۴ کې کله چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالیو د سنجر ښار ته نژدې د کوچو په نامه د ایزیدانو سیمه ونیوله، په زرگونو ایزیدي ښځې او نجونې یې یرغمل کړې او بیایي شکنجه او جنسي تیري پرې وکړل. نادیه مراد د همدغو ایزیدي ښځو په ډله کې وه.

نادیه مراد چې اوس ٢٥ کلنه ده په موصل کې د داعش په زندان کې وه او د ٢٠١۴ کال نومبر کې وتوانیده چې له زندان څخه وتښتي، هغې لومړی د مهاجرو یو کمپ ته او بالاخره جرمني ته پناه یوړله.

نادیې د اسلامي دولت د ډلې له منگلو څخه له تیښتې وروسته د بشري حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.

اروپایي پارلمان په ٢٠١٦ کال کې دوو عراقي ایزیدي میرمنو، نادیه مراد او لامیه اج بشار، ته چې د داعش ډلې د جنسي مینزو په توگه نیولې وې، د سخاروف معتبره جایزه ورکړه.

د سولې د نوبل جایزې بل گټونکی د کانگو د دموکراتیک جمهوریت ٦٣ کلن ډکتر ډنیس مکویګ دی چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني میرمنو سره یې مرسته کړې ده.

د نوبل کمیټې مشر بریټ ریس اندرسن وویل چې د جنستي تاوتریخوالي د جرمونو سره مبارزه کې دغو دوو فعالینو نادیه مراد او ډنیس مکویگ جدي مبارزه کړې ده.

د نویل جایزې په اعلامیه کې راغلي چې "ښاغلی مکویگ په ملي او نړیواله کچه په جگړه ځپلو سیمو کې د جنسي تیري د ختمولو تر ټو ښه سمبول دی".

د نوبل جایزه د الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه چې یو سویډنی بډایه صنعتکار او د ډینامیټ مخترع و.

د نوبل لومړنۍ جایزه په ١٩٠١ میلادي کال کې د ښاغلي نوبل له مړینې نه پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

د سولې د نوبل د جایزې کمیټه ددې بنسټ یواځنۍ کمیټه ده چې په پرله پسې توگه د تیرو کلونو لاسته راوړنو ته جایزه ورکوي. د ښاغلي نوبل په غوښتنه دغه جایزه باید "هغه چا ته ورکړل شي چې د ملتونو ترمنځ د اخوت او ورولۍ، د وسله والو جگړو د له منځه وړلو او یا کمولو او د سولې د ترویج لپاره یې تر ټولو زیات او ښه خدمت کړی وي."

XS
SM
MD
LG