د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي او جاپاني ډاکټر د طب د نوبل جایزه وګټله


د ٢٠١٨ کال د طب نوبل جایزه د امریکا د تکزاس ایالت د پوهنتون امریکایي ډاکتر جیمز الیسن او د توکیو د پوهنتون جاپاني ډاکتر توسانو هونجو ته اهدا شوه.

دغو دوو پوهانو د خپلو کشفیاتو په خاطر چې د سرطان ناروغۍ سره د مبارزېاو د بدن د خوندي ساتنې سیستم په هکله یې کړي وو، د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

دوی په مشخصه توگه پر هغو پروتینونو باندې څیړنې کړي چې د بدن په معافیتي سیستم کې دفاعي رول لوبوي او ددغو پروتینونو شتون د سرطان پر وړاندې د بدن په مبارزه کې د اهمیت وړ دی.

د فزیک، کیمیا او سولې د نوبل جایزو وړونکي هم په روانه اونۍ کې اعلانیږي. خو د سږکال د ادبیاتو د نوبل جایزه چاته نه ورکول کیږي او دلیل یې د نوبل د جایزې په کمیټه کې د جنسي ناوړه چلند د شتون په هکله رسوایي گڼل شوې ده.

د طب د نوبل جایزې گټونکو ته د ویاړ د مډال تر څنگ هر یو ته شاوخوا ١،١ میلیون ډالر نغدې پیسې هم ورکول کیږي.

د علومو په برخه کې د نوبل جایزې د پوهانو د اختراعاتو او کشفیاتو نه کلونه کلونه وروسته ورکول کیږي، ځکه د نوبل جایزې د کمیټې ارزونکي تر هغه انتظار باسي تر څو ثابته شي چې دغه اختراعگانې او کشفونه د علمي اعتبار وړ دي.

د نوبل د جایزې د بنسټ ایښونکي آلفرد نوبل، غوښتنه ده چې ویلي وو جایزې باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې خدمتونه یې د جایزې له گټلو وروسته هم د کلونو لپاره بشر ته گټور ثابت شي.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزه د الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه چې یو سویډنی بډایه صنعتکار او د ډینامیټ مخترع و.

د نوبل لومړنۍ جایزه په ١٩٠١ میلادي کال کې د ښاغلي نوبل له مړینې نه پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

د سولې د نوبل د جایزې کمیټه ددې بنسټ یواځنۍ کمیټه ده چې په پرله پسې توگه د تیرو کلونو لاسته راوړنو ته جایزه ورکوي. د ښاغلي نوبل په غوښتنه دغه جایزه باید "هغه چا ته ورکړل شي چې د ملتونو ترمنځ د اخوت او ورولۍ، د وسله والو جگړو د له منځه وړلو او یا کمولو او د سولې د ترویج لپاره یې تر ټولو زیات او ښه خدمت کړی وي."

XS
SM
MD
LG