د لاس رسي وړ اتصالات

د فزیک د نوبل جایزه دریو پوهانو ته ورکړل شوه


د فزیک د نوبل جایزه په گډه دریو امریکایي، فرانسوي او کاناډایي پوهانو ته ورکړل شوه.

امریکایي آرتور اشکین، فرانسوي جرارد مورو او کاناډایي دونا استریکلند هغه درې پوهان دي چې "په لایزري فزیک کې د نوښتونو او اختراعگانو" په وجه د فزیک د نوبل د جایزې مستحق گڼل شوي دي.

د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ ویلي دي چې د نوبل د فزیک د جایزې نیمایي نغدې پیسې به چې د نړۍ ستره او معتبره جایزه ده ښاغلي اشکین ته ورکول کیږي او نورې پاتې به د ښاغلي مورو او میرمن ستریکلند، ترمنځ په مساوي توگه وویشل شي. د نوبل د فزیک جایزه ١،١ میلیون ډالره ده.

د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ ویلي دي چې د دغو دریو پوهانو علمي کارونه د نویو علمي اختراعاتو سبب شوي دي. له دې دمخه د دوشنبې په ورځ د نوبل د طب د ٢٠١٨ کال جایزه د تکزاس د پوهنتون ډاکتر امریکایي جیمز الیسن او د توکیو د پوهنتون ډاکتر توسانو هونجو ته ورکړل شوه.

دغه دوه پوهان د هغو کشفیاتو په خاطر پدغه جایزه وویاړل شول چې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د بدن د ایمني سیستم د څرنگوالي په هکله یې کړي وو.

د ٢٠١٨ کال د نوبل د جایزې دوه نور گټونکي د کیکیا او سولې په برخه کې په ترتیب سره د چهارشنبې او جمعې په ورځ اعلانیږي.

خو د ادبیاتو د نوبل جایزه سږکال چاته نه ورکول کیږي او دلیل یې د نوبل د جایزې په کمیټه کې د جنسي ناوړه چلند د شتون په هکله رسوایي گڼل شوې ده.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزه د الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه چې یو سویډنی بډایه صنعتکار او د ډینامیټ مخترع و.

د نوبل لومړنۍ جایزه په ١٩٠١ میلادي کال کې د ښاغلي نوبل له مړینې نه پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

د سولې د نوبل د جایزې کمیټه ددې بنسټ یواځنۍ کمیټه ده چې په پرله پسې توگه د تیرو کلونو لاسته راوړنو ته جایزه ورکوي. د ښاغلي نوبل په غوښتنه دغه جایزه باید "هغه چا ته ورکړل شي چې د ملتونو ترمنځ د اخوت او ورولۍ، د وسله والو جگړو د له منځه وړلو او یا کمولو او د سولې د ترویج لپاره یې تر ټولو زیات او ښه خدمت کړی وي."

XS
SM
MD
LG