د لاس رسي وړ اتصالات

د استازو مجلس د ټرمپ وروستۍ خبرې "له تعصب ډکې" وبللې


U.S. House Speaker Nancy Pelosi
U.S. House Speaker Nancy Pelosi

د امریکا کانګرس د یو پریکړه لیک په خپرولو سره د ولسمشر دونالډ ټرمپ وروستۍ خبرې "له تعصب ډکې" وبللې چې د دغه مجلس څلورو غړو په اړه یې کړې وې.

دغه پریکړه لیک د ښاغلي ټرمپ وروستۍ څرګندونې په سختو ټکو غندي او زیاتوي چې دغه شان څرګندونې د خلکو تر منځ "ویره او کرکه" زیاتوي.

د امریکا د استازو د مجلس رئیسې، ننسي پیلوسي د کانګرس له دواړو مجلسونو وغوښتل چې د "ټرمپ وروستیو څرګندونو او ټویټونو په غندلو کې سره یو لاس شي. "

دا په داسې حال کې ده چې د کانګرس اکثرو جمهوري غوښتونکو غړو دغه پریکړه رد کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو کې د کانگرس دوه مسلمانو ښځینه استازو، الهان عمر او رشیده طلیب په ګډون د استازو د مجلس څلورو ښځوته په خطاب کې ویلي چې "د امریکا په دولت باندې د نیوکو پر ځاې، خپلو هیوادونو ته ولاړ شئ او خپل دولتونه اصلاح کړئ. "

ښاغلي ټرمپ د ګڼو نیوکو سربیره په خپلو خبرو هیڅ پيښماني نه ده ښودلې.

ټرمپ ددغو خبرو وروسته یو ځل بیا خپلې خبرې تکرار کړي دي او ویلي یې دي چې هر هغه څوک چې امریکا نه خوښوي، کولی شي خپل هیواد ته ستون شي.

ټرمپ د تعصب د تور په ځواب کې ویلي دي چې متعصب نه دی او په خټه کې یې تعصب نشته.

XS
SM
MD
LG