د لاس رسي وړ اتصالات

الهان عمر: د ټرمپ څرگندونو ماته د مرگ گواښونه زیات کړي دي


د امریکا د متحده ایالتونو د کانگرس دموکراته غړې الهان عمر وايي، له هغې ورځې راهیسي چې ولسمشر دانلډ ټرمپ د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو په اړه د دې پر تبصرو له انتقاد نه ډکه ویډیو خپره کړېده، د مرگ گواښونه ورته شویدي.

د کانگرس استازی الهان عمر د یکشنبی په ورځ وویل په هغو کسانو کې چی دیته ېې د مرگ گواښ کړی دی زیاتره ېې د ولسمشر ټرمپ د ټویټ حواله ورکوي.

مېرمن عمر داهم ویلی دي چی په امریکا او نوره نړۍ کې د کرکې او تشدد اعمال د ښي اړخ د افراطیانو لخوا مخ په زیاتیدو دی.

دموکراتی استازې الهان عمر زیاته کړې "موږ نور دا له نظره نشو غورزولی چی هغوی د ټرمپ لخوا هڅول کیږي".

سپینی ماڼۍ داخبره رد کړې چی ولسمشر ټرمپ خلک تشدد او له اسلام نه ویرې او کرکی ته هڅوی.

د سپینې ماڼۍ ویانده، ساره هکبي سنډرز، ویلي دي "یقینا چی ولسمشر بد نیت نلري او یقینا چی د چا خلاف د تشدد نیت هم نلری".

مېرمن سنډرز زیاته کړې، ولسمشر ځکه الهان عمر یادوي چې " هغې نه یوازې یوځل بلکه څو څو ځلی د یهودو د ضد تبصرو تاریخ لري".

الهان عمر تیره میاشت داسلامي اړیکو په کونسل کې له احاسساتو نه ډکه وینا وکړله.

الهان د مور میری دسلوک پر خلاف خبری وکړلی. مېرمن عمر ویلي وو چې پرمسلمانانو شک کېږی او زیاته کړې وه چې هغوی دغه ډله د سپتمبر له یوولسمی نه وروسته جوړه کړله.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعی په ورځ په یوټویټ کې دهغی د تبصرونه یوڅو ټکی ولیکل چی وايی "یوچا یوڅه وکړل".

ترهغی وروسته ېې د ۴٠ ثانیو لپاره یوه ویډیو خپره کړله چې د سپتبمر د یوولسمی د ترهگرۍ د بریدونو بوگنوونکی صحنی څرگندوي.

د متحده ایالتونو د کانگرس د استازو مجلس دموکراتی مشری نانسی پلوسی ویلي چې د سپتمبر یوولسمې نېټې خاطرې ډیرې سپېڅلې بللي دي.

مېرمن پلوسي زیاته کړې ده چې ددغو پېښو هرډول تذکرباید له احترام نه ډک وی. نانسی پلوسی پر ولسمشر ټرمپ هم غږ کړی چی دا ویډویو له خپل ټویټ نه لیری کړی.

الهان عمر: د ټرمپ څرگندونو ما ته د مرگ گواښونه زیات کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

XS
SM
MD
LG