د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د اوکراین سره د ۱۴ ملیاردو ډالرو مرسته منظوره کړه


د متحده ایالاتو کانګرس پنجشنبه مارچ ۱۰ (کب۱۹) د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره د حکومت د لګښتونه ستره بودجه منظوره کړه چې تقریباً ۱۴ ملیارده پکې اوکراین ته بیلې شوې.

د سنا په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشر چک شومر د بودجې د منظوریدو نه وروسته په اعلامیې کې وویل، "مونږ د اوکراین سره د ملاتړ ژمنه پداسې حال کې پر ځای کړه چې هغوي د ناوړه ولاد میر پوتین پر ضد د خپل ژوند لپاره جنګیږي".

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د کانګریس څخه د اوکراین سره د ۱۰ ملیاردو ډالرو بشري، نظامي او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې وه خو ښاغلی شومر وایي چې کانګریس ددې عاجلو په مرستو په منظورولو د اوکراین سره د حکومت د غوښتنې څخه دوه برابره ډیرې پیسې منظورې کړې.

امریکا د اوکراین سره دا مرستې پداسې حال منظوروي چې د روسیې د یرغل دریمه اوونۍ پیل کیږي.

سره لدې چې د کانګریس دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي غړي په عمومي توګه د اوکراین د حکومت سره د مرستو ملاتړ کوي خو د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هغه غوښتنه ښایي ونه مني چې د روسیې د هوایي بمباریو د مخنیوي لپاره یې د اوکراین په هوایي قلمرو کې د پروازونو د بندیدو غوښتنه کړې.

د سنا د مجلس یو غړي سناتور مارکو روبیو په همدې روانې اوونۍ کې د (ABC) تلویزیون سره په مرکې کې وویل، "دا به د دریم نړیوال جنګ معنی ولري."

ښاغلي روبیو وویل، "زه فکر کوم د اوکراین سره ډیر څه کولی شي چې ځان پرې خوندي کړي خو خلک باید پوه شي چې د پروازونو ممنوعه سیمه اعلانول څه معنی لري."

متحده ایالاتو د اوکراین سره نظامي او بشري مرستې په خورا احتیاط کوي او نه غواړي چې د روسیې سره یې ټکر راشي.

د بیلګې په توګه پولنډ چې د ناټو غړی هیواد دی غواړي ګاونډي هیواد اوکراین ته د پخواني شوروي اتحاد د وخت (MiG-29) جنګي جیټ الوتکې په جرمنې کې د متحده ایالاتو د نظامي اډې د لارې واستوي او په بدل کې یې غوښتي و چې امریکا پولینډ ته د F-16 جنګي جیټ الوتکې ورکړي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي د استخباراتي ادارو ارزیابي دا ده چې اوکراین ته د جنګي جیټ الوتکو ورکړه ښایي د جګړې د شدت لپاره د اشتباه په توګه ولیدل شي او د روسیې لخوا د غبرګون ښودلو سبب شي چې د ناټو سره د نظامي شخړې لپاره به احتمالات ډیر کړي.

XS
SM
MD
LG