د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: له اړمنو افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړ او ویلي دي چې په تیرو درې میاشتو کې د دغه هیواد په لیري پرتو سیمو کې له لسګونو زره کسانو سره مرستې کړي دي.

دغه پروګرام د دوشنبې په ورځ ناوخته اپرېل څلورمه (وري ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه موده کې، هغوی توانېدلي چې د بدخشان ولایت په شغنان، د بادغیس ولایت په جوند او غور ولایت په لعل سرجنګل ولسوالیو کې اړمنو کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې په تیرو درې میاشتو کې د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې له ۴۵۰۰، په جوند ولسوالۍ کې له ۱۲زره کسانو او لعل سرجنګل ولسوالۍ کې له ۱۲۰زره کسانو سره مرستې کړي دي.

دا د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې له غرنیو ولسوالیو څخه دي چې لارې د سختو واورو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي وې.

د خوړ نړیوال پروګرام همدارنګه زیاته کړې چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په بدخشان، بادغیس او غور ولایتونو کې نژدې یونیم میلیون کسانو بشري مرستې تر لاسه کړي دي.

دغه پروګرام همدارنګه ټینګار کړی دی چې هغوی د افغانستان په لیري پرتو غرنیو سیمو کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د دغه هیواد ۹۵ سلنه اوسېدونکي کافي خواړه نلري.دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتي کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کیده چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو، قطر او جرمني په کوربتوب مرسته کوونکو هیوادونو افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو کنفرانس کې په ۲۰۲۲ میلادي کال له دغه هیواد سره د ۲.۴میلیارد بشري مرستې ژمنه وکړه.

په دغه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او اروپايي ټولنې د مالي مرستو ژمنې وکړې د امریکا د بهرنیو چارو وزات تر یاد کنفرانس وروسته وویل چې له افغانانو سره به ۲/۴میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.

دغه وزارت همدارنګه وویل چې په دې مالي مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له افغانانو سره د امریکا متحده ایالاتو له افغاناانو سره ۷۲۰میلیون ډالر مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG