د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه


 
 

بریتانیا د مارچ ۳۰ (وري لسمه) له افغانستان سره د مهمو خوراکي موادو او نورو مرستو لپاره د ۳۷۴ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دغه مرسته په داسې حال کې اعلان شوه چې ټاکل شوېده مرسته کوونکي د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۱ په داسې حال کې افغانستان سره د مرستې په اړه غونډه جوړه کړي چې د طالبانو د حکومت د کړنو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستي په هدف د ۴.۴ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړیده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس وویل:" له خپلو متحدینو او شریکانو سره یوځای کولای شو له افغانستان سره د مرستې په هدف ډیر کارونه وکړو او ترسره به یې کړو."

د افغانستان لپاره د ۴.۴ میلیاردو مرسته هغه ستر رقم دی چې ملګري ملتونه یې د لومړي ځل لپاره د یوه هیواد لپاره غواړي. د ملګرو ملتونو ویاند ویلي دي چې تر اوسه یې ۱۳ سلنه دغه تقاضا پوره شوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اداراتو له خوا په مصرف ورسیږي او طالبان به ورته لاسرسی ونلري.

ټاکل شویده د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش دغه انلاین غونډه له ژنیف څخه په داسې حال کې رهبري کړي چې د نړۍ هیوادونه د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښوونځیو د تړل کیدو‌ په اړه اندیښمن دي.

ملګري‌ ملتونه چې له بریتانیا، جرمني او قطر سره یوځای ددې غونډې کوربتوب کوي ویلي دي چې د افغانستان کابو ۲۳ میلیونه وګړي سخته لوږه تجربه کوي او د هغه هیواد ۹۵ سلنه اوسیدونکي کافي خوراکي توکي نلري.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي دي چې لس میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاتې کیدو لپاره فوري مرستو ته ضرورت لري.

د ناروې د مهاجرت د شورا منشي یان ایګلانډ مرسته کوونکو هیوادونو ته په خطاب کې وویل دا غونډه ددې لپاره یو فرصت دی چې وښیو په تیارو ساعتونو کې د افغانانو سره ولاړ یو.

مرسته کوونکي په داسې حال کې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرستو په هدف غونډه کوي چې د طالبانو رئیس الوزرا محمد حسن اخند د تیر کال په نومبر میاشت کې وویل چې طالبان د افغانستان بیوزلو ته د خوړو د برابریدو مسولیت نلري.

هغه خلکو ته وویل "د رزق ژمنه خدای ج کړې ده" او خلک باید د بغارو په کولو سره له خدای څخه مرسته وغواړي.

کارپوهان وایي چې د افغانستان اوسنی وضعیت تلپاتې ندی ځکه له افغانستانس سره به د مرسته کوونکو مرستې بالاخره کمې شي، په ځانګړې ډول کله چې کوربه هیواد د مسولیت حس ونکړي.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویترز له معلوماتو کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG