د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د بشري مرستو جلبولو کنفرانس جوړیږي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر په افغانستان کې د بشري بحران په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې ټاکل شوې تر دوو اونیو پوري له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږي ادارې مشر رامیز الکباروف نن سه شنبه مارچ ۱۵ (۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه کنفرانس د مارچ میاشتې پر ۳۱مه په بریتانیا او قطر کې جوړیږي.

ښاغلي الکباروف له نړیوالو هیوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي او د دغه هیواد له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې: "د اوسنیو او را تلوونکو اړتیاوو د رفعه کولو لپاره یوازي بشري مرستې کفایت نکوي، خو اړتیا ده چې خلک ژوندي او سالم وساتل شي."

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې د هڅو سره سره اوس هم په دغه هیواد کې لسګونه زره کسان د خوراکي‌ موادو د کموالي او سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په خبره یې اړتیا ده چې هغوی ته ژر تر ژره بشري مرستې ورسول شي.

په اعلامیه کې راغلي: "په ۲۰۲۱ کال کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ د خلکو شمېر چې ۱۴ میلیون کسان و په ۲۰۲۲ میلادي کال کې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د روان وضعیت دوام د زیاتو خلکو د ځورېدو، د غذايي موادو د کیفیت کمېدو، د خوراکي موادو د کمیت او همدارنګه د ماشومانو، ښځو او خلکو لپاره د روغتیايي ستونزو لامل شوی دی.د ښاغلي الکباروف د معلوماتو په اساس اوس مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نلري.

د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل وايي چې د دغه هیواد د ۳۴ ولایتونو جملې څخه په ۲۸ ولایتونو کې خوارځواکي زیاته شوې ده او اوس مهال ۳/۵ میلیون ماشومان د خوړو ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي الکباروف زیاته کړې ده چې اوس مهال په ټول افغانستان کې په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د تغذیې د درملنې ۲۵۰۰ مرکزونه شتون لري چې د ۲۰۲۱ اګست میاشتې له نیمايي څخه بیا تر دا مهاله پکې په سختې خوارځواکۍ اخته۸۰۰ ماشومانو ته رسیدګي شوې ده.

د هغه په خبره ملګري ملتونه په پام کې لري چې په روان کال کې په خوارځواکۍ اخته ۳/۲ میلیون ماشومانو درملنه وکړي.

په بیان کې راغلي دي: "زموږ هدف دادی چې یو میلیون کسانو ته د حرفوي مهارتونو د روزنې له لارې یومیلیون ماشومانو ته د ښوونځي د تغذیې له لارې او میلیونونه نور ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کروندګرو لپاره چې د افغانستان د نفوس یوه پراخه برخه له هغه سره تړاو لري د بدیل معیشت له لارې ساتنه او پیاوړي شي."

ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې د روان میلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې له ۸/۲ کسانو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي لپار د خوراکي موادو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه

د ملګرو متلونود بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر ویلي چې دغه سازمان له خپلو همکارانو سره په همغږۍ له افغانستان سره مرستو ژمن دي.

ښاغلي الکباروف زیاته کړې چې په افغانستان کې د فقر، بشري بحران او خوارځواکۍ دمخنیوي لپاره به له دغه هیواد سره د بشري مرستو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي چې ملګري ملتونه به په راتلوونکو میاشتو کې په افغانستان کې لیري پرتو سیمو او په ځانګړي ډول هغه سیمو ته چې له بشري مرستو څخه محرومي وې د خپلو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې په داسې حال کې چې دغه سازمان د افغانستان له میلیونونو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، اړتیا ده چې د دهغه هیواد له اړمنو خلکو سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې زیاتې شي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو جلبولو په هدف دغه نړیوال کنفرانس پر داسې مهال جوړیږي چې تمویل کوونکي هیوادونه هڅه کوي چې له افغانانو سره په داسې ډول مرستې وکړي چې د طالبانو لاسته ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG