د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د څوکۍ په سر ناندرې لاهم روانې دي 


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت دفتر وايي چې ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د چارو مسولیت او سرپرستي په غاړه اخیستې.

نوموړی د نصیر احمد فایق په ځای ټاکل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر په خپل رسمي ټویټر کې نن چهارشنبه فبروري‌ نهمه (سلواغه۲۰) لیکلي دي‌ چې د پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي د استفعا په مهال ولي نعیمي ناروغ و او نصیر احمد فایق ته د موقت وخت لپاره د چارو مسئولیت سپارل شوی و.

په دغه ټویټر کې همدغه راز لیکل شوي دي چې محمد حنیف اتمر له وړاندې دا مسئله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر ته په یو «مکتوب» کې واضح کړې وه.

په دغه مکتوب کې محمد حنیف اتمر د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر» پېژندل شوی دی.

مکتوب کې راغلي دي چې دا سند د ۲۰۲۲ د فبرورۍ له څلورمې نېټې څخه وروسته د اعتبار وړ دی او د ملګرو ملتونو د تشریفاتو او سلسله مراتبو په پام کې نیولو سره محمد ولي « د شارژدافیر په توګه رسمآ د افغانستان د نمایندګۍ د مشرۍ مسئولیت په غاړه اخلي او خپل کار روان ساتي».

ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته محمد ولي نعیمي د افغانستان د دایمي ماموریت نوی استازی معرفی کړی. امریکا غږ هم د دغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده.

نصیر فایق دا مکتوب نه مني

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت د مقام په سر له هغه وروسته لانجې زیاتې شوې چې نصیر احمد فایق د ښاغلي اتمر مکتوب د قانون خلاف وباله.

ښاغلی فایق دا مکتوب «ناقانونه» بولي او ادعا کوي چې په مکتوب کې «جعلي مهر» کارول شوی دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې «د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي‌ اتمر مکتوب غیر قانوني‌ او مشروعیت نلري او د جعلي مهر» پرې لګېدلی چې د ښاغلي فایق په خبره په دې اړه د ملګرو ملتونو د منشي «دفتر ته رسمي خبر ورکړل شوی او په هغه «مکتوب» باندې اجرات بند شوي دي».

نوموړي‌ ادعا وکړه چې د هغه د کار دوام د ملګرو ملتونو د پرېکړې په اساس دی. ښاغلي فایق وویل: «ټول خلک او ملګري ملتونه پوهېږي چې د غني فاسد حکومت د ۲۰۲۱ د ډسمبر په ۱۵ سقوط شو او کوم حقوقي، قانوني او سیاسي مشروعیت نلري.» په خپله ښاغلی فایق هم د «ښاغلي غني» د حکومت له لوري معرفي شوی و او د همدغه حکومت دپلومات و.

تر دې مخکې طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل استازی معرفی کړی و او له دغه سازمان څخه یې غوښتي وو چې ویې مني، خو ملګرو ملتونو د تېرکال د ډسمبر په شپږمه نېټه غلام محمد اسحاقزی د افغانستان د دایمي‌ استازي په توګه په خپل مقام پرېښود.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې چې طالبان په افغانستان کې حاکم و،‌ د هغوی نظام په رسمیت نه پېژنده او هغه وخت یې د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت یې د افغانستان مشروع حکومت باله او استازي‌ ته یې دا مقام ورکړی و.

طالبان شاوخوا شپږ میاشتې مخکې کابل ته ننوتل خو تر دې دمه هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

XS
SM
MD
LG