د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د مقام په سر نوې ناندرۍ 


نصیر فایق دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د د ایمي ماموریت چارې مخې ته وړي
نصیر فایق دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د د ایمي ماموریت چارې مخې ته وړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت د مقام په سر له هغه وروسته لانجې زیاتې شوې چې نصیر احمد فایق د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته منسوب استول شوی مکتوب د قانون خلاف وباله.

څه موده مخکې په دغه سازمان کې د افغانستان دایمي‌استازي غلام محمد اسحاقزي استعفا وکړه او په ځای یې نصیر احمد فایق مسئول شو.

د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو «مکتوب» کې محمد ولي نعیمي د افغانستان د دایمي ماموریت نوی استازی معرفی کړی دی. امریکا غږ هم د دغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده.

په مکتوب کې د ښاغلي اتمر له لوري انتوني ګوتېرش ته لیکل شوي دي چې د تېرکال د ډسمبر په ۱۵ د غلام محمد اسحاقزي د استعفا په ورځ ښاغلی نعیمي ناروغ و او په ځای يې ښاغلی فایق د دغه مقام مسئول شو.

مکتوب وايي چې اوس ښاغلی نعیمي روغ شوی او «د ملګرو ملتونو د پروتوکول او سلسله مراتب په اساس به د افغانستان د دایمي استازولۍ مشري له سره پیلوي».

خو ښاغلی فایق دا مکتوب «ناقانونه» بولي او ادعا کوي چې په مکتوب کې «جعلي مهر» کارول شوی دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې«د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي‌ اتمر مکتوب غیر قانوني‌ او مشروعیت نلري او د جعلي مهر» پرې لګېدلی چې د ښاغلي فایق په خبره په دې اړه د ملګرو ملتونو د منشي «دفتر ته رسمي خبر ورکړل شوی او په هغه «مکتوب» باندې اجرات بند شوي دي».

نوموړي‌ ادعا وکړه چې د هغه د کار دوام د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې په اساس دی چې د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ په اړه یې وکړه.

امریکا غږ ته په را رسېدلیو معلوماتو کې ویل شوي‌ دي‌ چې مخکني استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې استعفا وروسته،‌ ملګرو ملتونو ته په استول شوي‌ لیک کې نصیر احمد فایق چې مستشار او وزیر مختار و، د افغانستان شارژدافیر او دایمي‌ استازولۍ د چارو د پر مخ بیولو مسئول معرفي‌ کړی و.

د ښاغلي اتمر له مکتوب وروسته ښاغلي فایق ویلي دي چې د افغانستان د مخکني حکومت هدایت او لارښوونې غیر قانوني دي او الزامي نه دي.

هغه وویل: «ټول خلک او ملګري ملتونه پوهېږي چې د غني فاسد حکومت د ۲۰۲۱ د ډسمبر په ۱۵ سقوط شو او کوم حقوقي، قانوني او سیاسي مشروعیت نلري.» د یادولو ده چې په خپله ښاغلی فایق هم د محمد اشرف غني د حکومت دپلومات و او ملګرو ملتونو ته د هماغه حکومت له لوري معرفي شوی و.

هغه وویل چې «د مخکني حکومت له هېڅ غړي څخه هدایت نه اخلم او د هغوی نمایندګي» نکوم. خو ملګري ملتونو د افغانستان د مخکني حکومت د استازو موقفونه په خپل حال پرېښي دي او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دا مهال له هېواد څخه بهر دی او تر دې دمه یې د دغه مکتوب په اړه په رسمي ډول څه نه دي‌ ویلي.

تر دې مخکې طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل استازی معرفی کړی و او له دغه سازمان څخه یې غوښتي وو چې ویې مني، خو ملګرو ملتونو د تېرکال د ډسمبر په شپږمه نېټه غلام محمد اسحاقزی د افغانستان د دایمي‌ استازي په توګه په خپل مقام پرېښود.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې چې طالبان په افغانستان کې حاکم و،‌ د هغوی نظام په رسمیت نه پېژنده او هغه وخت یې د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت یې د افغانستان مشروع حکومت باله او استازي‌ ته یې دا مقام ورکړی و.

طالبان شاوخوا شپږ میاشتې مخکې کابل ته ننوتل خو تر دې دمه هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی. طالبانو له ملګرو ملتونو غواړي چې دا مقام هغوی ته ورکړي،‌ د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ټول افغانستان واکمن دي او ملګري ملتونه یې هم باید په رسمیت وپېژني.

XS
SM
MD
LG