د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو اسحاقزی د افغانستان د استازي په توګه تائید کړ


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام اسحاقزی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام اسحاقزی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تصویب کړه چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکني استازي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) د رایو په اکثریت سره دا پرېکړه تصویب شوه. خو هېڅ یو استازي په غونډه کې خبرې ونکړې.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند په خپل ټویټر کې دا پریکړه "د اصولو او انصاف په بنسټ" نه وه بللې او هیله یې ښودلې وه چې نږدې راتلونکي کي "دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي".

د ملګرو ملتونو دپلوماتانو د رویترز اژانس ته ویلي و داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت ویلي‌ وو چې ‌پخوانۍ استازولي به په دغه سازمان کې خپل کار ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو کمیټې څه موده مخکې د ۱۹۳دایمي غړو د استازولیو د اعتبار لیکونو په اړه پرېکړه کړې وه.

دا مهال د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې غلام محمد اسحاقزی د افغانستان دایمي استازی دی. طالبانو په قطر کې خپل یو غړی سهیل شاهین دغې څوکۍ ته معرفي‌ کړی و.

طالبان د روان کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واکمن شول او څو اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډه وشوه چې د افغانستان د استازولۍ بحث په کې جنجالي او د خبرونو سرلیک شو.

د طالبانو حکومت لا هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG